ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ سریلانکا اماراتو  او هالینډ نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ سریلانکا اماراتو او هالینډ نمیبیا ته ماتې ورکړه

author avatar
18 Oct 2022 - 23:58
د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ سریلانکا اماراتو  او هالینډ نمیبیا ته ماتې ورکړه
author avatar
18 Oct 2022 - 23:58

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۱): د کرکټ د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو د لومړۍ برخې په لړ کې سریلانکا اماراتو او هالینډ نمیبیا ته ماتې ورکړه.

د نړیوال جام د لومړۍ برخې سیالیو په دوام کې نن د تلې په ۲۶مه، سریلانکا اماراتو او هالیند نمیبیا سره لوبه وکړه.

د اماراتو لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د سریلانکا لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۲ منډې جوړې کړې، د اماراتو لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په اوولسو اورونو کې په ۷۳ منډو وسوځېدله.

دغه راز د سریلانکا لوبډلې دا لوبه د ۷۹ په توپیر سره وګټله.

دویمه لوبه د نمیبیا او هالینډ ترمنځ ترسره شوه، ددې لوبې پچه نمیبیا وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، نمیبیا په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

د هالینډ لوبډلې یاد هدف په شلم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د نړیوال جام د لومړۍ برخې د نومرو په جدول کې تر اوسه په الف ګروپ کې هالینډ لومړی، نمیبیا دویم او سریلانکا درېیم او امارات څلورم مقام لري، په ب ګروپ کې سکاټلینډ لومړی، زمبابوې دویم، ایرلینډ درېیم او ویسټ انډیز څلورم مقام لري.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ دوې برخې لري چې په لومړۍ کې يې سريلانکا، ویسټ‌انډیز، زمبابوې، ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ،‌ نمیبیا او متحده عربي امارات يو د بل پر وړاندې لوبه کوي.

د سیالیو په بله لوړه برخه کې، افغانستان، اسټرالیا، انګلنډ، بنګله‌دېش، جنوبي افریقا، پاکستان، نیوزلنډ او هندوستان هغه اته غوره لوبډلې دي چې وار د مخه یې په مستقیمه توګه شل اووریز نړۍوال جام ته لار موندلې ده.

همدارنګه له یادې لومړۍ برخې څخه به څلور غوره لوبډلې له دغو اتو لوبډلو سره یو ځای کېږي او بیا به ټولې ۱۲ لوبډلې د نړۍوال جام په دویم پړاو کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

Visits: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.