ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال نړۍوال جام؛ برازیل او پرتګال هم دویم پړاو ته لاره پیدا کړه

د فوټبال نړۍوال جام؛ برازیل او پرتګال هم دویم پړاو ته لاره پیدا کړه

author avatar
29 Nov 2022 - 01:34
د فوټبال نړۍوال جام؛ برازیل او پرتګال هم دویم پړاو ته لاره پیدا کړه
author avatar
29 Nov 2022 - 01:34

اټلانټا (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱)‍‍: د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې برازیل او پرتګال هم دویم پړاو ته لاره پیدا کړه؛ بلخوا ګانا سوېلي کوریا ته ماتې ورکړه.

د دوشنبې په ورځ، لومړۍ لوبه له جي ګروپ څخه د سربیا او کمیرون ترمنځ ترسره شوه چې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه او درې ، درې ګولونه یې ووهل، خو لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د ورځې دویمه لوبه، د ګانا او سوېلي کوریا ترمنځ وشوه چې درې پر دوه ګولونو د ګانا په بریا سره پای ته ورسېده.

د دوشنبې په ورځ درېیمه او مهمه لوبه د برازیل او سویس ترمنځ وه؛ دا ډېره سخته لوبه وه، تر ۸۰مې دقیقې پورې یوې لوبډلې هم ګول ونه شو وهلی، خو د لوبې په ۸۳مه دقیقه کې د برازیل لوبغاړي ګول وواهه او لوبه یې د خپلې لوبډلې په بریا پای ته ورسوله.

د ورځې څلورمه او وروستۍ مهمه لوبه، د پرتګال او یوروګوای ترمنځ ترسره شوه چې پرتګال دوه پر صفر وګټله. دا له ۱۹۶۶ کال وروسته لومړی ځل دی چې یوراګوی دویم پړاو ته لاره نه مومي.

تر اوسه قطر، یوراګوی او کاناډا له دې سیالیو څخه وتلي دي.

تر فرانسې وروسته برازیل او پرتګال هم د دې سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

د ۳۲ هېوادونو لوبډلو په ګډون، د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لړم په ۳۰مه، په قطر کې پیل شوې دي.

په دې سیالیو کې ګډونوال ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو کې وېشل شوي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

د فوټبال نړۍوال فدارسیون (فیفا) وایي، په الف ګروپ کې قطر، اېکواډور، سنیګال او نیدرلنډ، په ب ګروپ کې انګلستان، ایران، امریکا او ویلز، په سي ګروپ کې ارجنټاین، سعودي عربستان، مکسیکو او پولنډ، په دال ګروپ کې فرانسه، اسټرالیا، ډنمارک او تونس لوبډلې شاملې دي.

د سرچینې په وینا، دغه‌راز په ي ګروپ کې هسپانیه، کوسټاریکا، جاپان او جرمني، په ف ګروپ کې بلجیم، کاناډا، مراکش او کروشیا، په جي ګروپ کې برازیل، سربیا، سویس او کمیرون، په ایچ ګروپ کې پرتګال ، غانا، یوراګوی او د جنوبې کوریا لوبډله شامله ده.

د فیفا د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې، په اتو لوبغالو کې، په یوه میاشت کې ترسره کېږي.

Visits: 68

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.