Language

نن د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو (ODI) په لړ کې نن له بنګله‌دېش سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله به نن د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلورنیمې بجې د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې له بنګله‌دېش سره د سیالۍ ډګر ته کشته شي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، افغان لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د لومړۍ  یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تېر ماښام تمرینات ترسره کړل.

دغه راز، د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه به د ابوظبۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

بلخوا، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي هم تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د نننې لوبې لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د یادونې ده، افغان لوبډله به له بنګله‌دېش سره خپله دویمه لوبه د اکټوبر په ۱۱مه او درېیمه به بیا د همدې میاشتې په ۱۴مه ترسره کړي.