Language

په کي‌یف کې د ډزو پېښه؛ لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۵): د اوکراین په پلازمېنه کي‌یف کې د یوه وسله‌وال کس له خوا د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه وسله‌وال کس پرون د یوه پلورنځي دروازې ته نږدې پر لارویانو ډزې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې پولیسو له شاوخوا ۴۰ دقیقو هڅو وروسته بریدګر له منځه وړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي چې دا پېښه په هولوسیفسکي سیمه کې شوې ده.

د اوکراین امنیتي ادارې دغه پېښه «ترهګریز عمل» بللې او ویلي یې دي چې تر اوسه د برید انګېزه نه ده معلومه.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي چې بریدګر ثبت‌شوې وسله درلوده او پرته له خبرداري یې پر خلکو ډزې کړې دي. د څارنوالۍ په خبره، دغه کس د مسکو زېږېدلی و او مخکې یې د اوکراین په ختیځ کې ژوند کاوه.

چارواکو ټینګار کړی چې د دې پېښې د انګېزې روښانه کولو لپاره څېړنې روانې دي او د بریدګر ټولې اړیکې او برېښنايي وسایل تر څېړنې لاندې دي.

Related Topics