کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۵): د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې د هرمز تنګي امنیت وړیا نه دی او دا ناشونې ده چې د ایران د نفتو صادرات محدود شي، خو له بلې خوا د نورو لپاره د وړیا امنیت تمه وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د جمعې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي وو چې د لبنان د اوربند له اعلان وروسته، د هرمز تنګی د ټولو بېړیو پر مخ پرانیستل شوی دی.
وروسته د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند اعلان وکړ چې د امریکا له لوري د ژمنو د نقض له امله د هرمز تنګی یو ځل بیا تړل شوی او دغه ستراتیژیکه لار د ایران د وسلهوالو ځواکونو تر سخت کنټرول لاندې راغلې ده.
په همدې حال کې، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د هرمز تنګي امنیت وړیا نه دی؛ د ایران د نفتو صادرات نه شي محدودېدلی، په داسې حال کې چې د نورو لپاره د وړیا امنیت تمه کېږي.»
هغه زیاته کړې: «انتخاب روښانه دی: یا د ټولو لپاره ازاد د نفتو بازار او یا هم د ټولو لپاره د لوړو لګښتونو ګواښ.»
د هغه په وینا، د سونتوکو د نړۍوالو بیو ثبات د ایران او د هغه د متحدینو پر وړاندې د اقتصادي او پوځي فشار په پای ته رسېدو پورې تړاو لري.