ژبه

د ایران او اسراییل متقابل بریدونه؛ ایران د تهران هوایي ډګر حریم وتاړه

سهراب سروري

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۲

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ایران په اسراییلو کې ځینې موخې په نښه کړې او اسراییلو هم په ایران کې پر ځینو موخو بریدونه کړي؛ هم‌مهاله، اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی چې ایران له دغو بریدونو وروسته تهران کې د امام خمیني نړیوال هوایي ډګر شاوخوا هوایي حریم تړلی دی.

د راپورونو له مخې، اسراییلو له لبنان سره د اوربند له شتون سره سره، پرون د دغه هېواد پر پلازمېنې بیروت هوایي بریدونه کړي دي. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران پر بیروت د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي دي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې سپاه پاسداران پر اسراییلو په بریدونو کې له «خیبرشکن» توغندیو کار اخیستی دی.

د دغه راپور له مخې، یاد توغندي د ایران له لوېدیځو اډو د اسراییلو د رامات دیوید اډې پر لور توغول شوي دي.

له بلې خوا، راپورونه ښيي چې اسراییلو هم په ایران کې پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې په تهران، اصفهان، تبریز او د دغه هېواد په لوېدیځ کې په یو شمېر نورو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د کرج لوري ته هم د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

خو تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي تلفاتو او اوښتو زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

الجزیرې هم په یوه راپور کې لیکلي چې چاودنو د تهران، تبریز او اصفهان ښارونه لړزولي دي.

په همدې حال کې، اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی چې ایران د اسراییلو له بریدونو وروسته د تهران د امام خمیني نړیوال هوایي ډګر، شاوخوا هوایي حریم تړلی دی.

د دغه راپور له مخې، په اصفهان، کرج، تبریز او تهران کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په تهران کې یوه عیني شاهد اسوشیټېډپرېس ته ویلي چې د دغه هېواد د پلازمېنې په لوېدیځ کې یې لږ تر لږه د یوې لویې چاودنې غږ اورېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره به خبرې وکړي او ترې به وغواړي چې د ایران بریدونو ته غبرګون ونه ښيي.

ټرمپ له فاکس‌نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د ایران بریدونه د مذاکراتو پر بهیر منفي اغېز کوي او له تهران یې غوښتي چې بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.