کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): الجزیرې راپور ورکړی چې ایران او عمان په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د لارو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي؛ په ورته وخت کې، د لبنان په سوېل کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
الجزیرې نن یکشنبه راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران له عمان سره په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د لارو د رامنځته کولو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي.
عراقچي ویلي چې د دغې لارې بیا پرانیستل د امریکا له خوا د هغې هوکړې پر عملي کولو پورې تړلي چې د جون په میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شوې وه.
هغه دغه راز ویلي چې ایران تر اوسه له امریکا سره د خبرو د بیا پیل په اړه پرېکړه نه ده کړې.
د ده په وینا، قطر او پاکستان د پیغامونو د لېږد لپاره له ایران سره په تماس کې دي، خو دغه اړیکې له امریکا سره د خبرو د بیا پیل په معنا نه دي.
الجزیرې لیکلي چې ایران له عمان سره په جلا توګه په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د نویو لارو د رامنځته کولو پر یوه تخنیکي بهیر کار کوي، خو تهران له دغې لارې د بېړیو تګ راتګ د یوه سیاسي حل له ترلاسه کېدو سره مشروط کړی دی.
د هرمز تنګي پر سر کړکېچ په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ادعا کړې چې امریکا پر دغې لارې کنټرول لري او ویلي یې دي چې غواړي هغه «د امریکا قلمرو» اعلان کړي؛ خو ایران دغه ادعا رد کړې ده.
په ورته وخت کې، الجزیرې راپور ورکړی چې د لبنان په سوېل کې پر څو سیمو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، د نبطیه ولایت پر «انصار» سیمه په برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي؛ دغه راز په «دیرالزهراني» سیمه کې په یوه بل برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
الجزیرې دغه بریدونه د جون په میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند له هوکړې وروسته پر لبنان د اسرائیلو تر ټولو خونړي بریدونه بللي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې په دغو بریدونو کې یې هغه تاسیسات په نښه کړي چې د دوی په وینا، له حزبالله سره تړاو لري.
خو د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د اسرائیلو دغه توجیه رد کړې او ویلي یې دي چې د لبنان په خاوره کې د هر ډول پوځي تاسیساتو په اړه اقدام، که شتون ولري، د دغه هېواد د دولت او پوځ مسوولیت دی او دا موضوع اسرائیلو ته پر لبنان د برید حق نه ورکوي.
د لبنان حزبالله هم د دغو بریدونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون هم د اسرائیلو بریدونه غندلي او هغه یې د شته هوکړو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د راپور له مخې، که څه هم د جون په میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ له هوکړې او وروسته د امریکا په ملاتړ د لبنان او اسرائیلو ترمنځ له توافق وروسته د تاوتریخوالي کچه راټیټه شوې وه، خو د لبنان په سوېل کې بریدونه او ویجاړۍ لا هم دوام لري.