منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۶ غ.و
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

کابل کې د صنعتي پارکونو شاوخوا سیمې خلک په تولیدي فابریکو کې د فلتر له نشتوالي شکایت کوي

د کابل ښار څرخي پله ته نږدې د صنعتي پارکونو شاوخوا سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې ځینې فابریکې فلترونه نه کاروي او د سخت لوګي له امله یې له ستونزو سره مخ دي؛ خو د فابریکو مالکان او کابل ښاروالي بیا دغه ادعا ردوي.

ډاکټران: د کرونا درملنې لپاره کورني او له بوټو جوړ درملو کارول، ناسم او خطرناک کار دی

د باغیس ځیني اوسېدونکي، په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره کورني او د طبي بوټو درمل کاروي چې ډاکټران د کرونا درملنې په موخه په خپل سر کورني او طبي بوټو درمل کارول ناسم کار بولي او خلکو ته د روغتیايي لارښوونو د رعایتولو سپارښتنه کوي.

“د جلغوزو په صادراتو کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی”

د افغانستان د جلغوزو سوداګرو اتحادیه وایي چې په دې وروستیو کې د جلغوزو په صادارتو کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی. په دې تړاو د افغانستان د جلغوزو سوداګرو اتحادیې مشر یحیى خان ځدراڼ…

ډاکټران: د کرونا د مخنیوي لپاره د پزې معرفي شوې اسپرې دې د ډاکټر له مشورې پرته نه کارېږي

ډاکټرانو، د پزې اسپرې وړاندیز کېدو هغه خبرونه حقیقت بللي چې د بدن تنفسي سیستم ته د کرونا ویروس د ننوتلو مخه نیسي، خو وايي، له دې اسپرې باید د ډاکټر له مشورې پرته استفاده ونه شي؛ ځکه کېدای شي چې ځینې روغتیایي ستونزې رامنځته کړي.

د ډالرو زړو بانکنوټونو په تړاو د مرکزي بانک اعلامیه؛ صرافان یې بدیله لار غواړي

د کابل ښار په شهزاده سرای کې یو شمېر صرافانو، د مرکزي بانک له لوري د ځینو ډالري بانکنوټونو نه اخیستلو په تړاو پرېکړې ته غبرګون ښودلی، د بیا غور او بدیلو لارو غوښتنه یې کړې؛ چې له دې پرته به ځینو صرافانو او عامو خلکو ته زیان اوړي.

پوهان: هغه څېړنه چې ګواکې کرونا مغز د ۲۰ کلونو په اندازه زړوي، ناسمه ده

د طب پوهان په داسې حال کې چې وایي، کرونا ناروغي د انسان مغز سخت زیانمنوي؛ خو په دې اړه د ترسره شوې او په ځينو انټرنیټي ویبپاڼو کې خپاره شویو څېړنې پایلې چې ګواکې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته کېدل د انسان مغز د ۲۰ کلونو په اندازه زړوي، ناسم بولي.

د طب پوهان: کلوروکین د کرونا ناروغۍ درمل نه دي

خلک او د مجازي شبکو ځیني کاروونکي کلوروکین د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ګټور درمل ګڼي؛ خو د طب برخې پوهان وايي چې له دې درملو استفاده نه یوازې د کرونا درملنې ته ګټه نه کوي بلکې زیان هم رسوي.

نور راپورونه