منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.م
۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

جلالي د بریتانیا له شارژدافیر د روغتیا برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې د نړۍوالو مرستو اړتیا او غوره مدیریت، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو او د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

سره ‌صلیب هلمند کې تېر کال د څه باندې ۱۹ زره کسانو درملنه کړې

هلمند کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مسوولین وایې، تېر لمریز کال کې یې دغه ولایت کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې مرکز د هلمند په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د څه باندې ۱۹ زره اوسېدونکو وړیا درملنه کړې چې په کې عملیاتونه هم شامل دي.

افغانستان کې د میندو د مړینې په اړه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د رئیس څرګندونو ته د ا.ا غبرګون

د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د میندو د مړینې شمېرو په اړه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د رئیس څرګندونې ناسمې او د هېواد د روانو روغتیايي پرمختګونو پر وړاندې غیر عادلانه دي.

بامیان کې د څه باندې ۳۰۰ روږدو درملنه وشوه

د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وايي، تېر کال په دغه ولایت کې له ښار او ولسوالیو د لسګونو ښځو په ګډون څه باندې۳۰۰ پر نشه‌یي توکو روږدي کسان راټول شوي وو چې اوس یې درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

بې‌پولې ډاکټران: افغانستان کې د روغتیايي خدماتو ښه کولو او پراخولو ته ژمن یو

د افغانستان لپاره د بې‌پولې ډاکټرانو د سازمان مشر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان افغانستان کې د روغتیايي خدماتو ښه کولو او پراخولو ته ژمن دی.

دلاور: د هېواد په اوو زونونو کې د رواني ناروغانو لپاره ځانګړي مرکزونه فعال دي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۳۵ رواني ناروغان له یو کلنې درملنې او رغېدو وروسته نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي او اوس‌مهال د هېواد په اوو زونونو کې د رواني ناروغانو لپاره ځانګړي مرکزونه فعال دي.

ډاکټران: په دودیز ډول د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم درملنه خطرناکه تمامېدای شي

یو شمېر ډاکټران وايي، د هېواد په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم د نوي زیږېدلي ماشوم د ساتنې او پالنې برخه کې ناسم باورونه او رواجونه شته چې یو هم په دودیز یا غیرطبي ډول د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم درملنه ده چې ډاکټران یې خطرناکه بولي.

ننګرهار کې يو خصوصي روغتون د څه باندې دوه زره بېلابېلو ناروغانو وړیا عملیاتونه کوي 

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست او په دغه ولايت کې د يوه خصوصي روغتون ترمنځ يوه هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به يې دغه روغتون په بېلابېلو ولسواليو کې د ۲۲۰۰ اړمنو کسانو وړیا عملیاتونه ترسره کړي.

د نیمروز «بای‌ناز» کلي کې لومړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی؛ له درد او کړاوه ډک ژوند

«بای‌ناز» د نیمروز د مرکز زرنج ښار یو لري پروت کلی دی؛ هغه ځای چې د ګوتو په شمېر څو کورنۍ ژوند په کې کوي. د دغه کلي اوسېدونکي لومړنیو، په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د ستونزو په اړه خبرې کوي.

د لوګر خروار کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه، کتنځایونه او درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله تړل شوي

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، نن یې د پل‌علم ښار او خروار ولسوالۍ له شخصي روغتیايي مرکزونو، کتنځایونو او درملتونو د څارنې پرمهال خروار ولسوالۍ کې ۱۹ شخصي روغتیايي مرکزونه، کتنځایونه او درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي.

مولوي جلالي: د روغتیا برخې مرسته‌‌کوونکي دې روڼتیا ته پاملرنه وکړي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، دوو نړۍوالو مرسته‌رسوونکو بنسټونو له افغانستان سره د تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته سوپرسیریل او درملو مرسته کړې، هغه له یادو بنسټونو غواړي چې خپلې مرستې له دغه وزارت سره په همغږي او شفاف ډول وکړي.

ایران له افغانستان سره په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره د سرطاني ناروغیو برخې روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل په افشار ساحه او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

د لغمان عامې روغتیا ریاست سره د ۸۳ زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه

د لغمان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای‌ارسي) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۸۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه.

شفاجو: روغتیايي برخه کې لویه ستونزه د نسایي ولادي ډاکټرانو کمښت دی چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري

کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې یوه ډاکټره نجم‌السما شفاجو چې د ښځو لپاره د ځانګړي روغتون په جوړولو سره یې لسګونو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، په روغتیايي برخه کې د نسايي ولادي ډاکټرانو کمښت یوه جدي ستونزه یادوي او وايي چې هر څوک باید د روغتیايي ستونزو د حل برخه کې هڅه وکړي.

نور راپورونه