ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېر ٢٤ ساعتونو کې ٢٠٣ کسان پر کرونا اخته او ١٢ يې مړه شوي

په تېر ٢٤ ساعتونو کې ٢٠٣ کسان پر کرونا اخته او ١٢ يې مړه شوي

author avatar
22 Nov 2020 - 15:01
په تېر ٢٤ ساعتونو کې ٢٠٣ کسان پر کرونا اخته او ١٢ يې مړه شوي
author avatar
22 Nov 2020 - 15:01

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٠٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٤٧٠٦ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د ليندۍ په دويمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٣٠٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٠٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٤٧٠٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٨٣ کسان په کابل، ٣٨ په دايکنډي، ٢٢ کسان په کندهار، ١٨ په ننګرهار، ١٥ په بلخ، ١٤ پکتيکا، ١٢ پکتيا او يو هم په نيمروز ولايت کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت په ياده خبرپاڼه کې د هرات ولايت د کرونا ويروس د پېښو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شيرزى وايي چې د شکمنو پېښو د کموالي له امله لابراتور فعاليت نه دى کړى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥١٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۵٩٣٤ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٦٨٧ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.