ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې کرونا ١٨ کسان مړه کړي

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې کرونا ١٨ کسان مړه کړي

author avatar
5 Dec 2020 - 15:36
افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې کرونا ١٨ کسان مړه کړي
author avatar
5 Dec 2020 - 15:36

کابل (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٥٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٧٦٤١ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لېندۍ په ١٥مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٤٠٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٥٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٧٦٤١ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٧٣ کسان په کابل، ٢٧ په بلخ، ٢٢ په ننګرهار، ٢٠ په پروان، ١٧ په کندهار، ١٧ په غزني، ١٧ په پکتيا، ١٦ په خوست، ١٢ په پکتيکا، ١١ په جوزجان، پنځه په هلمند، ٤ په سرپل، ٤ په لغمان، دوه باميان، دوه په نيمروز او يو-يو هم بغلان، لوګر، ميدان وردګ او اروزګان ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳٧٤٨٥ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٨ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٨٦٥ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.