ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ١٧ کسان مړه شوي

په افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ١٧ کسان مړه شوي

author avatar
19 Dec 2020 - 14:02
په افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ١٧ کسان مړه شوي
author avatar
19 Dec 2020 - 14:02

کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٨٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٠٥٣٦ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د لېندۍ په ٢٩مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١١٢٣ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٨٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٠٥٣٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٣٥ په کابل، ١٩ په بغلان، اووه پنجشېر، شپږ په پروان، پنځه په بادغيس، څلور په کندهار، درې په جوزجان او يوه هم په اروزګان ولايت کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له دې ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٨٧٩٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٠٥٤ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.