ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کرونا سره مبارزې ته موظف ډاکتران: ازبکستان کې روزنیز پروګرام ته نامستحق کسان معرفي شوي

له کرونا سره مبارزې ته موظف ډاکتران: ازبکستان کې روزنیز پروګرام ته نامستحق کسان معرفي شوي

author avatar
11 Jan 2021 - 11:49
له کرونا سره مبارزې ته موظف ډاکتران: ازبکستان کې روزنیز پروګرام ته نامستحق کسان معرفي شوي
author avatar
11 Jan 2021 - 11:49

کابل (پژواک، ۲٢ مرغومی ۹۹): له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې موظف ډاکتران تاشکند ته د کرونا ناروغۍ درملنې روزنیز پروګرام لپاره د ۲۰ روغتیايي کارکوونکو معرفي غیر عادلانه ګڼي او وايي، روغتیايي مافیا د وړ کسانو معرفي کېدو پر ځای خپل دوستان دغه پروګرام ته معرفي کړي دي.

د ازبکستان د تاشکند ښار روزنیز پروګرام ته چې د مرغومي په ۱۶مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۶ مې دوام کوي، له بېلابېلو روغتیايي څانګو څخه ۲۰ ډاکتران معرفي شوي دي.

د نړیوالو اړیکو رییس محمد عظیم زمریان کاکړ، د تشخیصیه خدمتونو رییس عاشق خان سعادتي، د ملالۍ زېږنتون روغتون رییسه هما اکسیر، د رابعه بلخي روغتون رییسه صدیقه عبدالله ادیب، د وزیر اکبرخان روغتون په کرونا برخه کې موظف ډاکتر سید فرید شاه، د ابن سینا عاجل روغتون په کرونا برخه کې موظف ډاکتر محمد الطاف طاهري، په ملالۍ روغتون کې د فستولا مسووله نظیفه همراه هغه کسان دي چې په دغه پروګرام کې یې ګډون کړی دی.

دغه راز د مرکز په روغتونونو کې موظف ډاکتر بریالی اسلمي، د انتاني ناروغیو ټرینر متخصص فریدالله عمري، د جمهوریت روغتون په کرونا برخه کې موظف عبدالوارث، د EHIS ریاست د سرویلانس مسوول جمال الدین احدي، د مرکزي لابراتوارونو مسوول وزیر محمد فېروز او د استقلال روغتون سرطبیب احمد جاوېد یوسف او … هغه نور ډاکتران دي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ درملنۍ اړوند زده کړو لپاره تاشکند ته لېږل شوي دي.

دغه پروګرام ته د یادو کسانو له معرفي کېدو وروسته له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې موظف ډاکتران ادعا لري چې تاشکند ته د کرونا ناروغۍ اړوند ښوونیز پروګرام لپاره د ۲۰ روغتیايي کارکوونکو معرفي کېدل غیر عادلانه دي.

دغه معترض ډاکتران د عامې روغتیا پر وزارت نیوکه کوي او وايي، دغه ښوونیزې دورې ته داسې کسان معرفي شوي چې پر کرونا ویروس له اخته کسانو او د یادې وژونکې ناروغۍ له مدیریت سره هېڅ تماس نه لري.

د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د داخلي ناروغیو اسوشیټ پروفیسور او د زړه، تنفسي ناروغیو او بحراني مراقبتونو فوق متخصص ډاکتر نبیل پاکطین، پژواک ته وویل، په دې وروستیو کې څو روغتیايي کارکوونکي د کرونا ناروغۍ د درملنې اړوند زده کړو لپاره تاشکند ته لېږل شوي خو په دوی کې هغه کارکوونکي نشته چې ځان او کورنۍ یې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره په خطر کې اچولي.

هغه ازبکستان ته د یادو روغتیايي کارکوونکو معرفي کول غیرعادلانه وبلل او د مسخرې په توګه یې زیاته کړه: ((کرونا خلاصه شوه، د روغتیايي کارکوونکو له زحمتونو د مننې په پار یې یو شمېر نازدانه کسان د کرونا بورسیې لپاره تاشکند ته ولېږل.))

نوموړی وايي، هغه ډاکتران چې شپه او ورځ یې په سختو او بدو شرایطو کې ان له معاش پرته له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې خدمت وکړ، نه یوزاې ځان، بلکې کورنۍ یې په خطر کې واچولې، خو اوس یې پر ځای نور هغه کسان چې په دې برخه کې یې هېڅ فعالیت نه دی کړی، معرفي شوي دي.

ډاکتر باکطین دې ته په اشاره چې د عامې روغتیا وزارت مافیا څو ارتباطي کسان له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې اړوند روزنې په پلمه د خوشاله وخت تېرولو لپاره تاشکند ته لېږلي، معترضو ډاکترانو ته په خطاب وویل: ((که روغتیايي پرسونل رښتیا هم یوه ذره همت ولري، نو له دې وروسته دې د کرونا ناروغانو مراقبت پر دغو نازدانه بې سوادانو وکړي او نور دې په بدو ورځو کې پر مافیا نه دوکه کېږي.))

هغه روښانه کړه: ((کار پرسونل کوي، خو بورسونه او امتیازونه څو مفت خواره او راحت غوښتونکي کسان ترلاسه کوي، اوس هم تمه لري چې په دې وطن کې وینه تویه نه شي.))

هغه له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل چې د دې بې عدالتۍ او د پراخ فساد اړوند نورو مواردو پر وړاند ودرېږي او څو فاسد کسان چې پر یوه کتله حکمراني کوي او ځيني کسان پر نه ترسره کړو کارونو شکمن بولي، د ترسره شوي خدمت له امله څو کسان محکوموي او رټي.

د روغتیايي چارو دغه شنونکي له ډاکترانو وغوښتل چې ودرېږي، یو موټی شي او انحصار غوښتونکي پر خوله ووهي.

د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د داخلي ناروغیو اسوشیټ پروفیسو او د زړه، تنفسي ناروغیو او بحراني مراقبتونو فوق متخصص ډاکتر نبیل پاکطین دغه موضوع پر خپله فېسبوک پاڼه هم شریکه کړې چې یو شمېر ډاکترانو یې ملاتړ کړی.

ډاکتر احمد ضیا الکوزی چې اوس مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسیون کې د سلاکار دنده ترسره کوي، هم له یاد شریک شوي متن څخه ملاتړ کړی او د هغو کسانو نوملړ یې هم خپور کړی چې بورس ته معرفي شوي دي. نوموړي لیکلي چې یاد کسان په غیرعادلانه ډول او له هېڅ ډول خدمت پرته له امتیازاتو استفاده کوي.

ډاکتر حیات رسا له بلخ ولایته لیکلي: ((زموږ او دغه مفت خورانو ترمنځ توپیر دا دی چې زموږ وجدان ارام نه لري، کله چې یو هېوادوال په غم او عذاب کې وینو، خو د مفت خورانو وجدان یې پروا نه لري، ان که تر پښو لاندې یې څوک ساه هم ورکړي، زموږ اووزارتي مفت خورانو ترمنځ توپیر همدا وجدان دی.))

د نسايي ولادي برخې متخصصه او د کابل ښار په یوه خصوصي روغتون کې برحاله ډاکتره نیلوفر بارز د عامې روغتیا پر وزارت نیوکه کړې او ویلي یې دي، نه یوازې د عامې روغتیا په وزارت او دولتي روغتیايي مرکزونو کې، بلکې په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې هم ډېرې بې عدالتۍ روانې دي او باید دغه ستونزه حل شي.

هغې پژواک ته وویل، هغه کسان چې اړیکې لري ښه دنده او امتیازات هم لري، خو هغه کسان چې واسطه او پېژندګلوي نه لري کم امتیازات هم نه ورکول کېږي.

نوموړې زیاته کړه: ((د کورنۍ لګښتونو له امله مجبوره یم د شخصي روغتونونو دروازه وټکوم، هلته هم که ډاکتران صادقانه کار وکړي او د ناروغانو په درملنه کې د روغتونونو مسوولینو غوښتنې ونه مني، له دندې ګوښه کېږي.))

مېرمن بارز د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې د دې ډول بې عدالتیو مخه ونیسي.

خو د عامې روغتيا وزارت وايي، ازبکستان ته لېږل شوي کسان د اړیکو پر اساس نه، بلکې د اړتیا په اساس معرفي شوي دي.

هغه وویل، دغه بورسونه یوازې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د موظفو ډاکترانو لپاره نه وو، له همدې امله د سرویلانس، وضعیت د مدیریت او … برخو کسان هم ورته معرفي شوي دي.

نوموړی وايي، هغه کسان چې په دغه پروګرام کې ګډون کوي، له راتلو وروسته د استاد په توګه د سیمينارونو له لارې خپلې تجریې له نورو ډاکترانو سره شریکوي.

هغه روښانه کړه چې یاد پروګرام ته ۲۰ کسان معرفي شوي وو خو یو کس د کرونا د مثبت ټيسټ له امله په دغه ښوونیزه دوره کې له ګډون پاتې شو.

خو معترضو ډاکتران د عامې روغتیا وزارت ځواب د قناعت وړ نه بولي، وایي ډېری هغه کسان چې په بورسونو لېږل شوي، د کووېډ- ۱۹ څانګو اړوند نه دي، بلکې د دغه وزارت په پراختیایي پروژو کې یې فعالیت درلود.

د معترضو ډاکترانو په خبره، دغو بورسونو ته د معرفي شوي روغتیایي ټېم په مکتوب کې ویل شوي، د کوویډ-۱۹ درملنې اړوند دي؛ خو په دغه روزنیز پروګرام کې پرته له یوه ډاکتره چې له کرونا سره د مبارزې په لومړي خط کې و، نور کسان له تخصصي بستونو څخه نه، بلکې د مدیریتي څانګو اړوند دي.

د یاد مکتوب په کاپي کې چې پژواک ته ترلاسه کړی، راغلي، یاد کسان د ادارو د ډیپارټمنټونو له خوا معرفي شوي؛ خو معترض ډاکتران وایي چې د دغو کسانو انتخاب سلیقوي بڼه لري چې په هېڅ ډول د روغتونونو له ډیپارټمنټونو سره نه دي شریک شوي او په دې اړه هیڅ سند نشته.

Visits: 292

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.