ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال ۸۴ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال ۸۴ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي

author avatar
13 Jan 2021 - 15:57
افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال ۸۴ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي
author avatar
13 Jan 2021 - 15:57

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۸۴ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۳۷۷۴ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په ۲۴ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۲۱۰۹ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۸۴ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۳۷۷۴ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۱۷ په هرات، ۱۳ په کابل، ۱۱ په ننګرهار، ۸ په خوست، ۸ په فاریاب، ۵ په کندهار، ۴ په پروان، ۳ په کندوز، ۳ په هلمند، ۲-۲ تن په بلخ، پکتیا، لغمان او پکتیکا و ۱-۱ په بامیان، نیمروز، بدخشان او لوګر ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۹۹ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۴۸۱۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۶ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۲۳۱۴ ته ورسېد.

کرونا ويروس څه باندې يو کال وړاندې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ، خو په دې وروستيو کې د کرونا نوې بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.

د کرونا ويروس د نوې بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.