ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره میاشت کې د کرونا ناروغانو مړینه د وړمې میاشتې په پرتله درې برابره ډېره شوې

تېره میاشت کې د کرونا ناروغانو مړینه د وړمې میاشتې په پرتله درې برابره ډېره شوې

author avatar
22 May 2021 - 10:39
تېره میاشت کې د کرونا ناروغانو مړینه د وړمې میاشتې په پرتله درې برابره ډېره شوې
author avatar
22 May 2021 - 10:39

کابل(پژواک، ۱غبرګولی ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په وروستۍ یوه میاشت کې تر ۲۲۰ ډېر کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي چې د وړمې میاشتې په پرتله درې برابره ډېروالی ښيي.

کرونا ویروس لومړی ځل د ۱۳۹۸ کال په لیندۍ میاشت کې د چین اوهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو. افغانستان کې یې لومړۍ پېښه د یاد کال د کب په پنځمه هرات ولایت کې ثبت شوه، تر اوسه ۶۴ زره او ۵۷۰ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۲۷۷۲ کسانو ساه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې، تر اوسه ټوله نړۍ کې تر ۱۶۵ میلیون کسان پر کرونا اخته شوي چې تر ۱۴۴ میلیون کسان ترې بېرته روغ شوي خو ۴،۳ میلیون کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

پژواک خبري اژانس د عامې روغتیا وزارت د ورځنیو راپورونو له مخې ترلاسه کړې چې په وروستۍ یوه میاشت کې د کرونا ناروغۍ د مړینې کچه د وړمې میاشتې په پرتله درې برابره ډېروالی ښيي.

د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې د تېر کال کب میاشتې له ۲۷ مې د روان کال د وري تر ۲۸ مې ۷۲ کسان هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

خو په تېره یوه میاشت کې (د روان کال د وري له ۲۹ مې د غويي میاشتې تر ۲۸ مې نېټې) له ۲۲۰ ډېر کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي چې د وړمې میاشتې په پرتله شاوخوا درې برابره ډېروالی ښيي.

بلخوا په وروستۍ یوه میاشت کې پر کرونا ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو کچه کې هم د پام وړ ډېروالی راغلی، د تېر کال د کب له ۲۷ مې د روان کال د وري تر ۲۸ مې ۱۶۴۹ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، خو په ورته وخت کې (د وري له ۲۹مې د غويي تر ۲۸مې) ۵۷۴۵ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي، چې د تېرې یوې میاشتې د ورته وخت په پرتله ۳،۵ برابره ډېروالی ښيي.

د یادونې ده چې په وروستۍ یوه میاشت کې هره ورځ له ۱۰۰۰ تر درې زره کسان هېواد کې د کرونا ټسټ کوي، په داسې حال کې چې یوه میاشت مخکې هره ورځ له ۱۰۰۰ کمو کسان ټسټ کېدل.

د کرونا پېښو د ټسټ د ډېرېدو له امله د تېر په پرتله د کرونا له امله د مړینې کچه هم ډېره شوې ده.

له ګاونډیو هېوادونو سره د کرونا ناروغۍ له امله د مړینې د پېښو پرتله:

که څه هم ځينې خلک په دې باور دي چې افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله پر کرونا د اخته کسانو شمېر کم دی، خو د عامې روغتیا خپور شوی راپور په ډاګه کوي چې افغانستان کې د کرونا له امله د کسانو د مړینې شمېر د ګاونډیو هېوادونو په منځ کې په درېیمه کټګورۍ کې ځای لري.

د هغه جدول له مخې چې ایران، پاکستان، ازبکستان او افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ټسټ، پېښې، د مثبت کېدو کچه او د مړینې کچه ښودل شوې افغانستان د کرونا ناروغۍ د مثبت پېښو او ټسټ اخیستو برخه کې د هېوادونو ترمنځ په پنځمه کټګورۍ کې ځای لري، خو د ټسټ شوو کسانو له ډلې د ۱۴،۷۵ سلنه ثبت شوو پېښو په لرلو په دویم ردیف کې ځای لري.

په ورته ډول، افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړینې د ۲۷۷۲ پېښو په ثبتېدو په درېیمه کټګورۍ کې ځای لري، خو د ثبت شوو پېښو له ډلې د مړینې د کچې په ۴،۳۱ سلنه لرلو سره د نړۍ او سیمې په کچه تر ټولو مخکې دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د نفوس په هر میلیون کې د کرونا د ثبت شوو پېښو شمېر د ایران، پاکستان او ازبکستان هېوادونو په پرتله په وروستۍ کټګورۍ کې ځای لري.

افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د نفوس له مخې د کرونا له امله د مړینې کچه

ایران: ایران له ۸۴ میلیون او ۹۳۰ زره کسانو ډېر نفوس لري چې تر اوسه دوه میلیون او ۷۶۰ زره کسان په کې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او ۷۷ زره کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

د نړیوالو شمېرو له مخې، د دغه هېواد د نفوس له هر میلیون کسانو تر ۳۲ زره او ۵۰۰ ډېر پر کرونا اخته شوي او تر ۹۰۹ ډېرو کسانو یې له امله ساه ور کړې ده.

پاکستان: پاکستان تر ۲۲۴ میلیون او ۶۰۰ زره ډېر نفوس لري چې تر اوسه ترې له ۸۸۰ زره کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او له ۱۹ زره ډېرو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د نړیوالو شمېرو له مخې، د دغه هېواد په هر میلیون نفوس کې تر ۳۹۰۰ ډېر کسان پر کرونا اخته شوي چې ۸۸ کسان یې له امله مړه شوي دي.

افغانستان: په هغه سایټ کې چې نړۍ کې د کرونا اړوند خبرونه خپروي د افغانستان نفوس ۳۹ میلیون او ۶۹۰ زره ثبت شوی، چې له ۶۴ زره کسان په کې تر اوسه پر کرونا اخته شوي او ۲۷۷۲ کسانو په کې د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د دغه سایټ د معلوماتو له مځې، د افغانستان په هر میلیون نفوس کې تر ۱۶۰۰ ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او ۶۹ کسان یې له امله مړه شوي دي.

ازبکستان: ازبکستان ۳۳ میلیون او ۸۰۰ زره نفوس لري چې تر اوسه ۹۷ زره کسان په کې پر کرونا اخته شوي او له دې ډلې تر ۶۷۹ ډېر کسان مړه شوي دي.

د یاد شوي سایټ د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په هر میلیون نفوس کې تر ۲۸۰۰ ډېر کسان پر کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۲۰ کسانو د یادې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د نړۍ په کچه د کرونا ناروغۍ مثبت پېښې او د مړینې کچې ډلبندي:

امریکا، هندوستان او برازیل هغه هېوادونه دي چې په ترتیب سره تر ټولو ډېر کسان په کې پر کرونا اخته شوي او د دغې ناروغۍ له امله یې ساه ورکړې ده.

امریکا: امریکا تر ۳۳۲ میلیون او ۷۰۰ زره ډېر نفوس لري او تر اوسه په کې ۳۳ میلیون او ۷۰۰ زره کسان پر کرونا اخته شوي چې څه باندې ۶۰۰ زره کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

د نړیوالو شمېرو له مخې، د امریکا په هر یو میلیون نفوس کې تر ۱۰۰ زره ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او له دې ډلې څه د پاسه ۱۸۰۰ کسانو ساه ور کړې ده.

هندوستان: هند ۱،۳ میلیارد نفوس لري، نږدې ۲۵ میلیون کسان په کې پر کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۲۷۲ زره کسانو ساه ورکړې ده.

نړیوالې شمېرې ښيي چې د هند په هر یو میلیون نفوس کې تر ۱۸ زره او ۱۰۰ ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او له دې ډلې تر ۲۰۰ ډېرو ساه ورکړې ده.

برازیل:  برازیل ۲۱۳ میلیون او ۸۸۰ زره نفوس لري چې تر ۱۵ میلیون او ۶۰۰ زره ډېر کسان په کې پر کرونا اخته شوي دي

د نړیوالو شمېرو له مخې، د برازیل هېواد په هر میلیون نفوس کې تر ۷۳ زره ډېر کسان پر کرونا اخته شوي، دوه زره او ۴۳ کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

روغتیايي پوهان: د کرونا مثبتې پېښې او له امله یې د مړو شمېر په ډېرېدو دی

د عامې روغتیا وزارت ستر سلاکار ډاکتر بازمحمد شېرزاد هم پژواک ته وویل، ټولې هغه شمېرې چې د عامې روغتیا وزارت له خوا خپرېږي، روغتیايي مرکزونو ته یوازې د جدي مراجعه کوونکو ناروغانو دي.

هغه زیاته کړه: “په افغانستان کې فعال سروېلانس سیستم نه شته چې معلومه کړي په کرونا اخته شوی کس چېرته پر دې ناروغۍ اخته شوی او له چا سره یې کتلي دي څو هغوی هم پیدا شي، نو پېښې د هغو لسګونه برابره دي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا وړاندې کېږي.”

نوموړي د مړو د شمېر د ډېروالي لاملونه، پر سیستم د خلکو باور له منځه تلل، د خلکو نه همکاري، د کرونا برخې کارکوونکو د معاشونو نه ورکول، په روغتیایي مرکزونو کې د درملو نه شتون، پلازمېنې او د هغه د زون څلورو ولایتونو ته د روغتیایي چارواکو پاملرنه بولي او وایي چې پاتې ۲۹ ولایتونه په ناوړه روغتیایي وضعیت کې قرار لري.

د هغه په وینا، اوس مهال په هېواد کې د کرونا ټول ډولونه خپاره شوي او وزارت باید د بستر په برخه کې ډېر خدمات وړاندې کړي او د اکسیجن، خالي بسترونو، درملو او لازمو تجهیزاتو، کافي روغتیایي پرسونل، جامو او محافظتي وسایلو له شتون څخه ځان ډاډه کړي او د کرونا واکسین تطبیق ته هم دوام ورکړي.

ډاکتر شېرزاد له خلکو وغوښتل چې روغتیايي لارښوونې او د پوهاوي هغه پیغامونه چې د رسنیو له لارې خپرېږي، مراعات کړي او په دغې ناروغۍ د اخته کېدو په صورت کې خپل ځان قرنطین کړي څو نور ترې ناروغ نه شي.

په ورته مهال، په افغان-جاپان روغتون کې د جدي پاملرنو (ICU) برخې مسوول ډاکتر حشمت الله فیضي هم په ورځني ډول د کرونا د مثبتو پېښو او له دې امله د مړینو ډېروالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د هېوادوالو د نه پاملرنې له امله، د مثبت پېښو او مړو شمېر په ډېرېدو دی.

هغه زیاته کړه: “ښایي په راتلونکي کې د کرونا له امله د ناروغانو او مړینو شمېر زیات شي؛ ځکه چې مخکې مو د ورځې دوه تر څلورو مړي درلودل؛ خو اوس د مړو شمېر په ورځني ډول تر شپږو یا اووه کسانو رسېدلی دی.”

نوموړي د دې په روښانولو چې تېر اختر کې د کرونا مثبت پېښې اوج ته رسېدلې وې وویل، هغه مهال ډېری هېوادوال پر کرونا اخته او مړه شول، چې ان په روغتونونو کې د ناروغانو د بستر لپاره ځای نه و.

هغه په ډاګه کړه چې د خلکو د نه پاملرنې له امله دا مهال د کرونا مثبتې پېښې هم په لوړېدو دي؛ که د تېر کال د اختر تېروتنه تکرار شوې وي، ډېر امکان لري چې د کرونا د مثبتو پېښو او له دې امله د مړو شمېر ډېر شي.

روغتیا پوهان په ټینګار سره وایي چې د کرونا د مثبتو پېښو او مړو شمېر له هغه ډېر دی چې د عامې روغتیا وزارت یې خپروي.

د عامې روغتیا ویاند غلام دستګیر نظري په وروستۍ یوه میاشت کې د مثبتو پېښو ډېروالی تایید کړ او ویې ویل چې د تېر کال د کب میاشتې له ۲۸مې نېټې د روان کال د وري تر ۲۸مې، د کرونا له امله ۷۲ کسان مړه شوي او ۱۶۴۹ نور پرې اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د روان کال د وري له ۲۹ نېټې د غویي تر ۲۸مې، ۵۷۴۵ کسان پر کرونا اخته شوي او ۲۲۲ کسان یې له امله مړه شوي دي.

نوموړي په وروستۍ یوه میاشت کې د کرونا د مړو شمېر زیاتوالي ته په اشاره وویل: “د مړو کچه لوړه نه ده، بلکې د پېښو په لوړېدو سره، د مړینو شمېر هم ډېر شوی دی.”

نظري په افغانستان کې د کرونا د مړو شمېر کچه د ۲،۵ تر ۳ سلنې ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د ډېری نړیوالو هېوادونو مړینې هم په همدې ډول دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند د دې په څرګندولو چې افغانستان د کرونا د درېیمې څپې پر لور روان دی، وویل چې دا مهال د مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو دی.

ده څرګنده کړه چې عامې روغتیا وزارت د خدمتونو په وړاندې کولو په ځانکړي ډول د اکسیجن د کمښت په برخه کې پوره چمتوالی لري، د درملو او روغتیایي پرسونل چمتو کولو په موخه کار روان دی.

هغه وویل چې د کلیو پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو وزارتونو او رسنیو په مرسته خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي او هڅه کوي د وقایوي ټکو په پام کې نیولو سره د کرونا درېیمه څپه مدیریت کړي.

نوموړي د کرونا ویروس د پېښو ډېروالی د خطر زنګ وباله او له هېوادوالو یې وغوښتل چې په دغه ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره، وقایوي ټکو ته پام وکړي.

هغه په دې اړه چې د کرونا د مثبتو پېښو او مړینو شمېر د روغتیا وزارت له خوا د خپرو شوو شمېرو څخه ډېر دی، څه ونه ویل.

هېوادوال د یو شمېر خلکو له خوا د روغتیایي سپارښتنو په نه مراعاتولو نیوکه کوي:

د کابل اوسېدونکې ناجیې په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو او له امله یې د مړینو د شمېر د ډېروالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، ډېری خلک روغتیایي لارښوونې نه عملي کوي.

نوموړې زیاته کړه چې هر ورځ د کرونا اړوند خبرونه ګورم او راپورونه ښیي چې په وروستیو اوونیو کې د کرونا د مثبتو پېښو او مړینو شمېر ډېری شوی، خو بیا هم خلک جدي پاملرنه نه ورته کوي.

نوموړې زیاته کړه: «مورمې د زړه ناروغي لري او وېرېږم چې په کرونا اخته نه شي.»

شیلا هم په کابل ښار کې د کرونا د نوو پېښو او مړینو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، که څه هم هېوادوال د کرونا له تېرو څپو ښې خاطرې نه لري؛ خو لا هم روغتیایي سپارښتنې نه مراعاتوي.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.