کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې تراوسه په ټول هېواد کې ۹۱ زره او ۴۵۸ کسان پر کرونا اخته شوي، چې دغه شمېره د چین د ټولو ناروغانو له شمېرې څخه زیاته ده.
د کرونا ویروس چې شاوخوا یو نیم کال مخکې لومړی په چین کې خپور او بیا ټولې نړۍ ته ورسېده، اوس په چین کې تقریباً کنټرول شوی، خو د چین په ګاونډ هندوستان کې یې نږدې ۳۰ میلیونه کسان نیولي دي.
د نړیوالو سرچینو د راپورونو له مخې، په چین کې تر اوسه ۹۱ زره او ۴۲۸ کسان پر کرونا اخته او شاوخوا ۴۶۰۰ کسان یې له امله مړه شوي او ۸۶۳۳۳ بېرته روغ شوي، په چین کې اوسمهال د کرونا یواځې ۴۵۹ فعاله ناروغان ثبت شوي دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په چین کې یواځې ۳۴ کسان پر کرونا اخته شوي دي.
بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۹۷ کسان پر کرونا اخته شوي چې ورسره په هېواد کې د ټولو ناروغانو شمېره ۹۱۴۵۸ زرو کسانو ته ورسېده.
دغه راز تر اوسه په هېواد کې ۳۶۱۲ کسان له کرونا څخه مړه او ۶۱۴۰ کسان بېرته روغ شوي دي.
د نړیوالو سرچینو د معلوماتو له مخې، د چین ټول نفوس یو میلیارد او ۴۳۹ میلیونه دی، خو تر اوسه ۱۶۰ میلیونه کسانو د کرونا ټسټونه کړي دي.
خو د افغانستان ټول نفوس ۳۳،۶ میلیونه اټکل شوی او تر اوسه ۵۲۳ زره کسانو د کرونا ټسټونه کړي دي.
چین د کرونا په نړیواله درجه بندۍ کې ۹۹ او افغانستان ۹۸ مقام لري.
د چین په ګاونډ هندوستان کې تر اوسه څه دپاسه ۲۹ میلیونه کسان پر کرونا اخته او ۳۷۰ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.
دغه راز په امریکا کې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات ۳۴ میلیونه کسان پر کرونا اخته او ۶۱۴ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.
له امریکا او هند څخه وروسته په برازیل کې کرونا ډېر کسان نیولي او مړه کړي دي، هلته ۱۷ میلیونه کسان پر کرونا اخته او ۴۸۶ کسان یې له امله مړه شوي دي.
د چین په بل ګاونډي هېواد کې پاکستان کې تر اوسه ۹۱۴ زره کسان پر کرونا اخته او ۲۱ زره نور یې له امله مړه شوي دي.
د هندوستان او پاکستان په ګډون په ګڼ شمېر هېوادونو کې د کرونا درېیمه څپه اوس د ختمېدو په حال کې ده، خو په افغانستان کې اوس اوج ته رسېدلې ده.
Visits: 136
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن