ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اناناس ګټور دي؛ خو د کرونا ضد درمل نه دي

اناناس ګټور دي؛ خو د کرونا ضد درمل نه دي

author avatar
15 Aug 2021 - 12:31
اناناس ګټور دي؛ خو د کرونا ضد درمل نه دي
author avatar
15 Aug 2021 - 12:31

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰): طبي پوهانو هغه خپرې شوې اوازې رد کړې چې ګواکې اناناس مېوه د کرونا ضد خاصیت لري او وایي چې دغه مېوه بدن ته ګټوره ده؛ خو د کرونا ضد نه ده.

د یادونې ده، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ډېری خلک له یاد ویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیایي خوړو په لټه کې دي؛ خو واقعیت دا دی چې تر دې مهاله له کرونا سره د مبارزې لپاره هيڅ ګټور خواړه نه دي وړاندیز شوي.

اوازې:

په خبري سایټونو او ټولنیزو شبکو کې د «د اناناس ونې پاڼې د کرونا ضد نوې وسله»، «اناناس کرونا ته ماتې ورکوي»، اناناس د کرونا ضد مېوه ده» په اړه ډېر خبرونه خپاره شوي دي.

ایمنا خبري سایټ د «اناناس د کرونا ضد مېوې» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي: “د یوې نوې څېړنې پایلې چې په متحده ایالتونو کې ترسره شوې، ښودلې چې د اناناس مېوې پاڼې، د بروملین انزایم لري چې له کرونا سره د مبارزې لپاره د ویروس ضد خواص لري.”

په یاد مطلب کې راغلي چې له دې مخکې د التهاب او مختلفو دردونو د درملنې لپاره د بروملین اغېز ثابت شوی و؛ خو تر اوسه نه ده معلومه چې له دغه انزایمه په استفادې سره د کرونا ضد درملو تولید څومره اغېزناک دی او څومره وخت نیسي.

«۵۵ انلاین خبري مرکز» هم د «اناناس کرونا ته ماتې ورکوي» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي چې د اناناس کورنۍ او د دې کورنۍ د بوټو ريښې، د یوه قوي ویروس ضد انتي ویروس لري چې کېدای شي هم د کرونا ناروغانو د درملنې او هم د هغه د خپرېدو د مخنیوي لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

د «بانک پزشکان» سایټ هم «د اناناس ونې پاڼې د کرونا ضد نوې وسله» تر نامه لاندې یو مطلب خپور کړی.

سرچینې لیکلي چې د یوې نوې څېړنې پایلې چې په اسټرالیا کې ترسره شوې، ښیي چې د اناناس مېوې پاڼې د بروملین په نوم انزایم لري چې له کرونا سره د مبارزې لپاره د ویروس ضد خواص لري.»

په مطلب کې راغلي چې د new daily د راپور له مخې، څېړونکي هیله من دي چې په راتلونکي کې وکولای شي د اناناس بوټي له پاڼو د درملو د تولید لپاره ګټه واخلي چې د کرونا ویروس په درملنه کې مرسته کوي.

یوې ټویټر کاروونکې افغان ستوري پر خپله پاڼه لیکلي چې کولای شئ د لېمو او اناناس د اوبو په وسیله د کرونا درملنه وکړئ.

د ټویټر بل کاروونکی دایي رامیز هم لیکلي: “یوه پېژندل شوي ډاکتر ویل چې د عنابو او اناناس خاصیت، د کرونا په درملنه کې معجزه کوي.”

د کابل اوسېدونکی احمد جواد چې د اناناس پېرلو لپاره بازار ته راغلی و، پژواک ته وویل چې د فېسبوک له لارې یې د اناناس د اغېز په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دا مهال د هغه مور د کرونا له ناروغۍ کړیږي او دغه مېوه اخلي څو مور یې ژر روغه شي.

حقیقت موندنه:

د افغانستان د روان او اعصابو متخصصینو ټولنې رییس ډاکتر حکیم الله صالح، د هغه خپاره شوي مطلب په اړه چې ګویا اناناس د کرونا ضد مېوه ده، ردوي او وایي چې اناناس او نورې مېوې ګټور مواد لري او د بدن مقاومت لوړوي خو د کرونا درملنې خاصیت نه لري.

هغه زیاته کړه: “ویروسونه ان درمل له منځه نه شي وړای، نو مېوه به څه وکړي.”

د افغان- جاپان روغتون د جدي مراقبتونو   (ICU)برخې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي وویل، له عینکو استفاده د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې ځانګړی اغېز نه لري.

هغه د ناروغانو لپاره له سبزیجاتو او مېوو استفاده ګټوره بولي او وایي: «دغه مېوه (اناناس) کرونا ویروس ته کومه ګټه نه لري.»

د طب د دغو پوهانو په وینا، درمل او واکسینونه تر هغه وخته چې د نړیوال روغتیایي سازمان له لوري تایید نه شي، نه شو کولای هغه ته د کرونا ناروغۍ درمل ووایو.

خو د عامې روغتیا وزارت وایي، که په ټوله کې د بدن لپاره مېوې او سبزیجات اغېزناک دي؛ خو د کرونا درملنه او مخه نه شي کولای.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي پژواک ته وویل چې تر اوسه هيڅ روغتیایي بنسټ، د کرونا د درملنې لپاره له یادې مېوې د کټې اخیستنې وړاندیز نه دی کړی.

علیزي له هېوادوالو وغوښتل چې له هغو شیانو دې ګټه پورته کړي چې اغېز یې د نړیوال روغتیایي سازمان له خوا ثابت شوی وي.

پایله: د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو داسې مهال د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د اناناس د اغېر په اړه مطلبونه خپاره کړي چې د طبي چارو پوهانو د کرونا درملنې لپاره له هغه استفاده ردوي.

پرېکړه: اناناس د کرونا ضد درمل نه دي او دا ادعا نه ده تایید شوې.

Visits: 105

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.