ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
19 Nov 2023 - 16:27
تېره اونۍ افغانستان کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
19 Nov 2023 - 16:27

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): تېره اونۍ، یو ځل بیا بېلابېلو سرچینو له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل ناسم اقدام وباله او د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې افغانستان باید یو ځل بیا په نړۍوال نظام کې مدغم شي.

  • بېلابېلو سرچینو له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل ناسم اقدام وباله.
  • افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ترانزیټ او سوداګرۍ برخو کې همکارۍ ډېروي.
  • ګوتریش: افغانستان باید په نړۍوال نظام کې یو ځل بیا مدغم شي.
  • پوتزل: نړۍ له جګړې ستړې ده او نور نه غواړي د جنګسالارانو ملاتړ وکړي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي و.

چارواکي وایي، د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو تن د هغو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوی چې پر ځان یې تړلي و. سرچینه زیاتوي چې په همدې چاودنه کې د سلمانۍ يو کار کوونکی هم ټپي شوی دی. دغه د راپورونو له مخې په ميدان‌وردګو کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم مړی په داسې حال کې چې په یوه ونه کې راځوړند و، موندل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو فاریاب کې یو تن وژلی او په همدغه ولایت کې د یوې مېرمنې مړی موندل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له پاکستانه د افغان کډوالو په زور اېستلو ته غبرګونونه

د روانې نوامبر میاشتې له پیل راهیسې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې او د راپورونو له مخې تر اوسه له ۳۲۷ زرو ډېر راایستل شوي دي.

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر تورک له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون کې ویلي چې د دغو کسانو خپل‌سرې نیونې د نړۍ‌والو قوانینو خلاف کار دی.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د اسیا برخې مرستیالې ننسي دنټ ویلي چې افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، د زرګونو کډوالو کورنیو د جذب وړتیا نه‌ لري او کېدای شي له ستونزو سره یې مخ کړي.

تېره اونۍ، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل حکومت له خوا په زوره د افغان کډوالو اېستلو سره مخالفت څرګند کړی دی.

پاکستاني چارواکي وایي چې بې‌اسناد افغانان باسي، خو د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو هغه افغانان هم نیولي او ځینې یې ایستلو ته اړ کړي چې د کډوالۍ اسناد لري.

پاکستان ته د افغان پلاوي سفر

تېره اونۍ، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، له پاکستان او ازبکستان سره په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه اسلام‌اباد ته سفر کړی و.

د راپورونو له مخې، په دغه غونډه کې د یادو هېوادونو ترمنځ په ترانزیټ او سوداګرۍ برخو کې د همکاریو پر ډېرېدو هوکړه وشوه.

دغه راز، نورالدین عزیزي له پاکستانيو چارواکو سره کراچۍ کې د افغان سوداګرو د بندو مالونو د خوشي کېدو په اړه خبرې وکړې او وروسته پاکستان پرېکړه وکړه چې دغه مالونه خوشي کړي.

له نړۍ سره د افغانستان بیا ادغام لپاره د ملګرو ملتونو لارنقشه

د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د ارزونې په درېیمه سپارښتنه کې ویل شوي چې افغانستان باید په نړۍوال نظام کې یو ځل بیا مدغم شي.

انتونیو ګوتریش، د نړۍوالې ټولنې او د افغان سیاستوالو د منسجم سیاسي مشارکت د بهیر پر پیل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه منسجم تعامل باید د یوې لار نقشې له مخې پلې شي.

په دغه لارنقشه کې نړۍوالو تړونونو ته د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار شوی او له اسلامي امارته غوښتل شوي «باید پر نړۍوالو قوانینو او د نړۍوالې ټولنې کنوانیسیونونو عمل وکړي. له جنسیتي مسایلو پرته ټولو هېوادوالو ته د سیاسي ګډون، بیان ازادۍ، د کار حق او لومړني خدمتونه وړاندې شي. د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې ته درناوی وشي، د کار او زده‌کړو په برخو کې د ښځو حقونو ته پام وشي.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه طلوع‌نیوز ته ویلي: «په نړۍ کې ډېر هېوادونه دي چې د حکومت بېلابېل ډولونه لري، افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې له ځان سره خپل نظام لري. نور دې پر موږ شرطونه نه ږدي، موږ د دوی له رسمیت پېژندنې پرته هم ژوند کولای شو او اوس هم موږ له ډېرو هېوادونو سره تعامل کوو.»

«نړۍ له جنګسالارانو ملاتړ نه کوي»

د ځایي چارواکو په وینا، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر مرستیال مارکوز پوتزل پنجشېر ته د سفر پر مهال وویل، چې نړۍ له جګړې ستړې ده او نور نه غواړي د جنګسالارانو ملاتړ وکړي او یايې تمویل کړي.

Visits: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.