ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو

author avatar
3 Feb 2024 - 17:50
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو
author avatar
3 Feb 2024 - 17:50

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): افغانستان کې تېره اونۍ، د سیمې د ۱۱ هېوادونو غونډه جوړه شوه، د کړکېچ نړۍواله ډلې وویل چې لوېدیځ هېوادونه باید له افغانستان سره د سیمې هېوادونو د تعامل مخه ونه نیسي، چین د افغان سفیر باورلیک ومانه او امریکا یې په اړه سپیناوی وغوښت، خو چین وویل چې دا یوه عادي ډيپلوماتیکه پروسه ده.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • تېره اونۍ، کابل کې د ۱۱ هېوادونو استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.
  • چین د افغان سفیر باورلیک ومانه؛ امریکا: چین دې روښانه کړي چې ا.ا یې پر رسمیت پېژندلی که نه؟
  • چین: د افغان سفیر باورلیک منل یوه عادي ډيپلوماتیکه پروسه ده.
  • د امریکا بهرنیو چارو وزارت ستراتیژیک سند: امریکا په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو د پیل لپاره هڅې کوي خو د دغه وزارت یو ویاند ویلي: په لنډ وخت کې داسې کوم پلان نشته.
  • مجاهد د امریکا د یادو هڅو په اړه وایي: دا به د مثبت تعامل لپاره ښه ګام وي.
  • ملګري‌ملتونه: القاعدې په افغانستان کې روزنځایونه جوړ کړي؛ مجاهد: افغانستان کې د القاعدې اړوند څوک نشته.
  • د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر: د یوه پاکستاني‌ خوندیتوب له ټول افغانستانه غوره دی.
  • د افغانستان د پوځ مشر د منیر څرګندونو غبرګون کې: دا څرګندونې د یوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی.
  • چین له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون یوان مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو جوزجان کې يو کس وژلی او اروزګان کې هم وسله والو غلو یو سړی وژلی او یوه نجلۍ یې ټپي کړې ده.

ځایي چارواکي وايي، فارياب کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

کابل کې د سيمې هېوادونو د استازو ناسته

تېره اونۍ، په کابل کې د «افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» یوه ورځنۍ غونډې ترسره شوه چې په کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمستان، قزاقستان، قرغزستان، هندوستان او اندونیزیا هېوادونو استازو او سفیرانو ګډون کړی و.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د يادې غونډې په پای کې وویل چې د غونډې ټولو ګډونوالو په اتفاق په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړل او ویې ویل چې له هیڅ ډول اخلال او بې امنیتۍ سره باید په سیمه کې همکاري ونه شي.

دغه راز، په یاده غونډه کې په سیمه کې د اقتصادي ودې لپاره د لویو پروژو په پلې کولو کې یو له بل سره پر همکارۍ هم ټینګار وشو.

دغه راز، متقي په ياده غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو حکومتولۍ جوړښتونو ته درناوی لري، له نورو هم تمه لري چې د اسلامي امارت حکومتولۍ جوړښت ته درناوی وکړي، افغانستان له هیڅ لوري سره ناندرۍ نه غواړي او تل یې پر مثبت تعامل ټینګار کړی.

له يادې ناستې وروسته د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د سیمې یو شمېر هېوادونو له استازو سره لیدنه کې د افغانستان د پولو امنیت د تامین په اړه خبرې کړې، ویلي یې دي چې اسلامي امارت د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو هر ډول همکاریو تضمین کوي.

یاده غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې د کړکېچ نړۍوالې ډلې تېره اونۍ وویل چې د سیمې هېوادونه له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ برخو کې د تعامل په لټه کې دي او لوېدیځ هېوادونه باید د دې هڅې مخه ونه نیسي.

د چين له لوري د افغان سفیر منل او په تړاو يې غبرګونونه

تېره اونۍ د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د اسلامي امارت د سفیر او فوق‌العاده استازي مولوي اسدالله بلال کریمي باورلیک – چې د روان کال د لېندۍ په لسمه په چېن د سفیر په توګه وګومارل شوـ ومانه.

اسلامي امارت د چین د ولسمشر له لوري د افغانستان د سرپرست حکومت د سفیر باورلیک منل له بجينګ سره د تعامل پیل وباله.

له يادو مراسمو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وویل چې چین باید له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو ‎څرنګوالی روښانه کړي چې د افغانستان اسلامي امارت یې پر رسمیت پېژندلی او که نه.

خو بجینګ د امريکا د يادو څرګندونو په ځواب کې ویلي چې د اسلامي امارت د سفیر د اعتبارلیک منل یوه عادي ډيپلوماتیکه پروسه ده.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته چين لومړنی هېوادو و چې افغانستان ته يې خپل سفير واستاوه او د ریيس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د چيني سفير باورليک ومانه.

د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت په یوه ستراتیژیک سند کې راغلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو د پیل لپاره هڅې کوي خو د دغه وزارت یوه ویاند ویلي چې په لنډ وخت کې داسې کوم پلان نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «دا به یو ښه ګام وي چې پورته شي؛ ځکه د ډیپلوماتیکو اړیکو له پیل سره به خبرې اترې ډېرې شي، د شکونو او ناسمو نظرونو مخه به ونیول شي او دواړه لوري به وکولی شي مثبت تعامل وکړي.»

د پاکستاني جنرال څرګندونې او د افغانانو غبرګونونه

د روانې سلواغې میاشتې په پنځمه د پاکستان د پوځ مشرعاصم منیر وویل چې د یوه پاکستاني‌ خوندیتوب له ټول افغانستانه غوره دی، کله چې د یوه پاکستاني وګړي خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدای شي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د عاصم منیر يادې څرګندونې د دغه هېواد د چارواکو بې‌کفایتي بولي او وايي چې دا په حقیقت کې د یوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوي په معنا دي.

هغه ویلي، د پاکستان حکومت د دې لپاره چې د خپلو هېوادوالو امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی، د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو اچوي.

د منیر د یادو څرګندونو په غبرګون کې عامو افغانانو هم سخت غبرګونونه ښودلي دي.

افغانستان کې د القاعدې د شتون په اړه د امنیت شورا څرګندونې او د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې تور پورې کړ چې القاعدې په افغانستان کې اته نوي روزنځايونه جوړ کړي چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او اروزګان کې دي او پنجشېر ولایت کې هم د وسلو یوه ډیپو لري او نږدې لس مشهورې څېرې یې افغانستان کې دي.

خو اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو دغه راپور رد کړی او ويلي یې دي چې په افغانستان کې د القاعدې اړوند څوک نشته او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

مجاهد ویلي چې ګوندې د ملګرو ملتونو له ادرسه پر ا.ا د تورونو لګېدو “یو منظم پروګرام” پيل شوی.

بشري مرستې

تېره اونۍ چین ویلي چې له راستنو شوو افغان کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه یوان (۱۴ میلیونه امریکايي ډالر) مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار یا د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې د امریکا کانګرس ته د خپل درې میاشتنې راپور په وړاندې کولو سره ویلي،  متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ له اکتوبره د ۲۰۲۳ تر ډسمبره افغانستان ته څه باندې دوه میلیارد او ۶۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي او دغه راز د دغه هېواد د دفاع وزارت هم د بشردوستانه، طبیعي پېښو او مدني مرستو برخو کې د ۲۰۲۳ تر سپټمبره څه باندې پنځه میلیارد او ۸۲ میلیون ډالر مصرف کړي دي.

د راپور له مخې، سویس کې د افغانستان د مرکزي بانک له پانګو څخه اماني صندوق ته ۳،۵ میلیارد ډالرو لېږدول شوي، یادې ټولې پیسې د زده‌کړو، خوړو، روغتیا، کرنې او له بشري حقونو د ملاتړ برخو کې مصرف شوې دي.

Visits: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.