منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۳ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

دیني پوهان: د روژې معنوي لاسته‌راوړنې باید وروسته هم وساتل شي

د دین او طب برخو پوهان وايي، د روژې میاشتې د لاسته راوړنو ساتلو لپاره چې د تقوا غوره کولو او روغتیا ښه کېدو لامل کېږي، باید لوړ همت ولرو څو هغه نېک عبادات او عملونه چې په دې میاشت کې کېږي، له هغه وروسته هم دوام ورکړل شي او د اختر په ورځو کې له زیات خواک کولو ډډه وشي.

«اندراګاندي روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د تشخیص او درملو وېش امکانات ۶۰ سلنه ډېر شوي»

په کابل کې د اندراګاندي روغتون مسوولین د مراجعینو شمېر ته په پام سره د روغتیايي پرسونل کمښت یوه جدي ستونزه بولي خو په ورته مهال وایي، په دغه روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د تشخیص او درملو وېش امکانات له ۲۰ تر ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.

بادغیس کې کارپوهان: نجونو ته د اسلامي حجاب په رعایتولو سره ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شي

په بادغیس کې ځیني له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې د درسونو ځنډېدلو په اړه اندېښمنې دي؛ د پوهنې برخې ځیني کارپوهان له اسلامي امارته غواړي چې دا ستونزه هواره کړي او د اسلامي حجاب په رعایتولو سره دې نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.

غړي

د کوکچې پورې غاړې اوسېدونکي: ماشومان مو له کلونو راهیسې په ازاده فضا کې درس وايي

د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو ځیني اوسېدونکي د پوهنې په برخه کې له دوامداره محرومیتونو شکایت لري او وايي، ماشومان یې له کلونو راهیسې تر  سوځونکي لمر لاندې ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

کندهار کې د پي‌وي‌‎سي پایپونو او ځینو پلاستیکي توکو تولیدات ډېر شوي

د کندهار د کانونو او صنایعو خونه وايي، په دغه ولایت کې د پي‌وي‌سي او پولي‎ایتلین پایپ، د تازه او وچې مېوې د بسته‌بندۍ پلاستیکي جالیو او نورو پلاستیکي توکو د تولید برخو کې ۳۹ فابریکې فعالې دي چې دغو تولیداتو نه یوازې د کندهار اړتیا پوره کړې، بلکې نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.

تخار کې کوچیان: د څښاک پاکو اوبو په ګډون له ټولو لومړنیو امکاناتو محروم یو

ځيني کوچیان چې د تخار ولایت په لرو سیمو کې د ډېرو کمو لومړنیو امکاناتو په لرلو سره ژوند کوي، په ژوند کې له دوامداره محرومیتونو شکایت لري او وایي، د څښاک پاکو اوبو په ګډون له هیڅ ډول امکاناتو برخمن نه دي.

هرات کې د ژورنالیزم محصلین کم شوي

په هرات کې د ځینو خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ژورنالیزم برخې محصلینو شمېر کم شوی او سږ کال دې برخې ته هیچا نوم‌لیکنه نه ده کړې.

جوزجان کې د کتابونو له کمښته د زده‌کوونکو شکایت؛ پوهنې ریاست: دغه ستونزه به ژر هواره شي

په جوزجان کې یو شمېر زده‌کوونکي داسې مهال د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي چې پوهنې ریاست دغه ولایت ته د زرګونه ټوکه کتابونو له رسېدو خبر ورکوي او وايي، په وېشلو سره به یې دغه ستونزه حل شي.

کابل ښار کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو له خوا د وړیا خدمتونو کچه لوړه شوې ده

په کابل ښار کې یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونه له بې‌وزلو سره د مرستې په موخه ځينې ورځې وړیا خدمتونه وړاندې کوي؛ شنونکي دغه کار نیک ګام او بشرپالنه بولي او له نورو شخصي کلینیکونو هم د ورته اقداماتو ترسره کولو غوښتنه کوي.

نور راپورونه