سوېلي کوریا کې د اورلګېدنې له امله ۱۸ کسان مړه شوي
د راپورونو له مخې، سوېلي کوریا په سوېل ختیځ کې د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، سوېلي کوریا په سوېل ختیځ کې د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو تېره ورځ په غزه کې پر یوه روغتون هوايي برید کړی چې په پایله کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د یوه غړي په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د چهارشنبهسوري مراسمو پر مهال پېښو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ زره او ۴۱۹ نور ټپیان دي.
راپورونه وایي چې پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې هوکړه کړې چې د راتلونکو ۳۰ ورځو لپاره به په اوکراین کې د انرژۍ پر اهدافو بریدونه ودروي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو یو ځل بیا پرون او نن پر غزې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، په یمن کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۸ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، شمالي مقدونیا کې د نڅا په یوه کلب کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۵۵ ډېر ټپیان دي.
نن سهار د بلوچستان نوشکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر موټریز کاروان یو برید شوی چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په لوېدیځو او سوېلي سیمو کې د سختو بادونو له امله تر اوسه ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
نن پېښور کې چاودنې د مولوي منیر شاکر په ګډون څلور تنه ټپيان کړل، خو مولوي شاکر په روغتون کې ساه ورکړه.
د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې یوه جومات کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې پهکې د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند د سیمهییز مشر مولانا عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.
د روسیې ولسمشر وايي چې له اوکراین سره د جګړې درولو له وړاندیزونو سره موافق دی، خو هېواد یې د دې فرضیې پر اساس پر مخ ځي چې اوربند باید دوامداره سولې ته لار هواره کړي او د ناورین اصلي لاملونه لهمنځه یوسي.
د راپورونو له مخې، اوکرایني او امریکايي چارواکي د هغو مذاکراتو پایله کې چې د سعودي عربستان په جده کې ترسره شول، د مسکو د توافق په صورت کې پر دېرش ورځني لنډمهاله اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو په بلوچستان کې پر یوه رېلګاډي برید کړی، شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او د لسګونه مسافر یې «یرغمل» نیولي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي.
د امریکا متحده ایالتونو په پنسلوانیا کې ځايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه ایالت په لنکسټر ښار کې د بوډاګانو پالنې له یوه مرکز سره نږدې یوه الوتکه چې پنځه کسان پهکې سپاره وو، لوېدلې ده.
د کاناډا لیبرال ګوند د رایو په غوڅ اکثریت مارک کارني د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
د راپورونو له مخې، د المان پولیسو یو ۲۶ کلن افغان د دغه هېواد په ختیځ کې مګدبورګ ښار ته نږدې په ډزو وژلی دی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، د یمن د تعز ولایت په ذباب ساحل کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله ۱۸۱ کسان په اوبو کې لادرکه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې د عدلیې وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ ټولنې له لوري «د مذهبونو ترمنځ د پلونو جوړولو» په نوم جوړ شوي نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا او اوکراین چارواکي به راتلونکې اونۍ سعودي عربستان کې له یو بل سره وګوري او د سولې پر پلانونو به خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د بېړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ۴۸.۵ میلیون امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.
رسنیو د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ۲۲ ښارونو کې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور ۴۷ کسان نیول شوي دي.