مسکو کې د افغانستان سفیر د لوړپوړو امنيتي چارواکو دیارلسم امنیتي نړۍوال فورم کې ګډون کړی
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې د افغانستان د سفارت سرپرست جمال ناصر غروال د لوړپوړو امنيتي چارواکو دیارلسم امنیتي نړۍوال فورم کې ګډون کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې د افغانستان د سفارت سرپرست جمال ناصر غروال د لوړپوړو امنيتي چارواکو دیارلسم امنیتي نړۍوال فورم کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د تاجکستان له لوبډلې سره لوبه کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو مسوول وايي، په هېواد کې د رواني روغتیا برخه کې د تېرو درېیو کلونو پرمختګونو سربېره لا هم په دې برخه کې ستونزې شته او د هغو د هواري لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامدارې همکارۍ ته اړتیا ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین د لوېديځ شلم نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغانستان د پراخو طبیعي زیرمو، کرنیزو تولیداتو او مهم جغرافیايي موقعیت له امله کولای شي د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر څلورلارې بدل شي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د تېرو دوو میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۵۰۷۸ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د روسیې فدراسیون په افغانستان کې د اړمنو کورنیو ملاتړ لپاره ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ته ورکړي دي.
توبرکلوز یا نری رنځ د ډېرو لپاره یوازې د سږو ناروغي ده، خو د نسايي ولادي یوه متخصصه خبرداری ورکوي چې دغه ناروغي کولای شي د ښځو رحم ته هم سرایت وکړي او په هغوی کې د نه میندواره کېدو، پرلهپسې سقطونو او میاشتنۍ ناروغي کې د اختلالاتو یو پټ او د اندېښنې وړ لامل هم وي.
اسلامي امارت د ترک دولتونو سازمان اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر وړاندې نه کارول کېږي او کورنیو موضوعاتو ته په خپله افغانان رسېدنه کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، کابل له روسیې او چین سره په خبرو بوخت دی څو له دغو هېوادونو سره سوداګریزې معاملې په ملي اسعارو ترسره شي؛ کارپوهان بیا د دغه اقدام ستاینه کوي.
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وایي، شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربهتوب د «ټور اذربایجان» په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن د ترکمنستان له لوبډلې سره لوبه کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې شدید اسهالاتو، د شري، او سینهبغل ناروغیو د درملنې د کېټونو په ګډون، ۱۵۴ ټنه ژوندژغورونکي طبي تجهیزات او درمل افغانستان ته رسېدلي دي.
چین د یوې درې اړخیزې ناستې له کوربهتوب وروسته ویلي چې افغانستان او پاکستان د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، د بودجې کمښت له امله به ۶،۳ میلیونه کسان چې ډېری يې ښځې او نجونې دي، اساسي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت لومړي مرستیال د یوناما له مشرې سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
اوچا په داسې حال کې افغانستان کې پر بشري پروګرامونو د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډولو د منفي اغېزو په اړه راپور ورکړی چې واشنګټن طبیعي پېښو ته د رسېدنې مسوولیت د خپل بهرنیو چارو وزارت د کډوالو برخې ته سپارلی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین د پرمختیایي همکاریو د ادارې له رییس سره د افغانستان د بیارغونې برخه کې د چین د پرمختیایي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه نن اوزبېکستان ته لاړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې د نړۍوالو مرستو اړتیا او غوره مدیریت، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو او د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل چیني سیال سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سوداګریز حجم پر زیاتوالي خبرې کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې له افغانستان سره به سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل چیني سیال سره په لیدنه کې ویلي، هغو ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو صادراتو پر مهال ورسره افغان سوداګر مخ دي.
کابل کې د ترکیې سفیر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له رئیس سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د مالیې وزارت وایي، نړۍوال بانک چمتو شوی چې په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي او نن به په لومړۍ پړاو کې نږدې ۱۱ میلیون ډالره پور شرکتونو ته ورکړي.
د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالیو په لړ کې تېره شپه خپله دویمه لوبه سریلانکا ته وبایلله او نن درېیمه لوبه د هند پر وړاندې کوي.