له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او درېيو بنسټونو ترمنځ هوکړهلیکونه لاسلیک شول
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له درېیو بنسټونو سره د څه باندې یو میلیون او ۳۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له درېیو بنسټونو سره د څه باندې یو میلیون او ۳۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
بامیان ولایت کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې په یوې ترافیکي پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې کسان ټپیان شوي دي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د بیروجو یوه کان لوېدو پېښه کې درې کانکېندونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پکتیکا سیمهییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د دغه ولایت ګیان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته ۱۰۰۰ نوي کورونه جوړ او زیانمنو کورنیو ته وسپارل شول.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د کابل - ګردېز پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست ویلي چې د تاجکستان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګاز چاودنې د دغه ولایت اته اوسېدونکي چې هلته یې کار کاوه، وژلي دي.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د اوبو ویالې ته د یوه موټر لوېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، دوه ټپیان شوي او یو بل…
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د تندر غورځېدو له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو راتلو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نورستان امنیه قوماندانۍ وایي چې د نورستان – کونړ پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه کې د دغه ولایت د ښاري محکمې د یوه قاضي په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ښځه، مېړه او یو ماشوم یې اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د ایبک – مزارشریف لویې لارې په اوږدو کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د نږدې ۱۱۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت لسګونه سېلابځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول.
د ټولګټو وزارت وايي، د کابل - جلالآباد لويه لار چې د «تنګي غارو» په سیمه کې د غرښویېدنې له امله تړل شوې وه، په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
بدخشان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د فیضاباد – بهارک لویې لارې د سېلابي رسوباتو پاککاري پیل شوې او وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د یوې کورنۍ اته غړي چې ښځې هم په کې شاملې دي، ټپیان شوي.
لوګر کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند په «کنجک» سیمه کې د کابل - لوګر پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې یوه تپه ښویېدلې چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.
مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لاره د مرکز پلعلم اړوند «کلنګار» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.