د بادغیس په ښوونځيو کې د درسي کتابونو کمښت؛ زدهکوونکي د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي
په بادغیس ولایت کې د ښوونځيو ځيني زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت لري او له اړوندو ادارو غواړي څو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
په بادغیس ولایت کې د ښوونځيو ځيني زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت لري او له اړوندو ادارو غواړي څو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
په تخار ولایت کې د بوټانو یو شمېر تولیدوونکي د خپل کاروبار له غوړېدو خوښ دي خو وايي، که حکومت یې ملاتړ وکړي او خلک وطني تولیدات وکاروي، نو کولای شي چې لسګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کابل ښاروالي وايي، تېر کال یې له خپلو عوایدو له ۴ میلیارد ډېرې افغانۍ د لسګونو پراختیایي پروژو پر پلې کولو لګولې او روان کال په پام کې لري چې له خپلو داخلي عوایدو په کابل ښار کې د ۵ میلیارد او ۲۴۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې کړي.
د کابل اتمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ناحیې د رحمان مېنې سیمه کې یو سړک چې په تېر او اوسني حکومتونو کې یې قراردادونه شوي، خو تر اوسه یې چارې نه دي پيل شوې، له امله يې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
یوه افغان ډاکټر په تېرو شاوخوا نهو کلونو کې د جراحي عملیاتو له لارې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په وړیا ډول د شاوخوا ۶۰۰۰ هغو ماشومانو درملنه کړې چې شونډې یې چاک وې.
د کابل ښار د عامه کتابتون مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې د دوی د مراجعینو شمېر د نورو کلونو په پرتله څلور برابره ډېر شوی او په تېرو دوو کلونو کې یې دوه…
د تخار د کلفګان ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د انټرنټي خدمتونو پر نشتوالي نیوکه کوي او وایي، په وروستیو شلو کلونو کې له هیڅ دغه ډول خدمتونو څخه برخمن…
په سمنګان کې یو شمېر مدني فعالان وايي، حکومت دې د دغه ولایت په تاریخي ځایونو کې د خپلسرو کیندنو مخه ونیسي او د هغو ساتنې او مراقبت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په بادغیس کې یو شمېر تحصیلکړي ځوانان وايي، د کار نشتوالي له امله اړ شوي چې په ناقانونه توګه ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي؛ دوی له اسلامي امارته غواړي چې د کاري فرصتونو برابرول دې په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځای کړي.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې ډېرو نجونو په دیني مدرسو کې زدهکړو ته مخه کړې ده؛ په ورته وخت کې، د پوهنې ریاست هم تاییدوي چې په غزني کې د مدرسو شمېر د پخوا په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.
په هرات کې یو شمېر کتابپلورونکي، لیکوال او فرهنګیان وایي، د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو په پراخېدو سره له کتاب پېرلو او مطالعې سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.
د جوزجان اوسېدونکو په تېر یوه کال کې خپله ۲۸ جریب ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره د پوهنې ریاست ته اهدا کړې ده؛ کارپوهان د دوی له دغې کړنې هرکلی کوي او وايي، پوهنې ته…
د تخار له کوکچې پورې غاړې اووه ولسوالیو د لارې یو شمېر موټرچلوونکي د دغې مواصلاتي لارې د بیارغونې کار درېدو له امله شکایت لري او په دې برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه…
د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ وه نو په نانواييګانو یوه ډوډۍ په ۲۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس چې د اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې نو د ډوډۍ په بیه کې بدلون نه دی راغلی.
یو شمېر شاعران او لیکوالان له اسلامي امارته غواړي چې کلتوري او ادبي برخې ته د پاملرنې ترڅنګ، په ادبي ناستو کې ښځو ته هم د ګډون اجازه ورکړي؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ښځې هم کولای شي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره جلا ادبي ناستې ترسره کړي.
په بدخشان ولایت کې سرچینې وايي چې د سیمهییز حکومت په منځګړیتوب په خاش ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ شل کله دښمني پای ته ورسېده.
د خوست ولایت روغتيايي مسوولين وايي، د هغو ۸ روغتيايي کلينيکونو د فعالولو لپاره يې هڅې پيل کړې چې ودانۍ يې څو کاله وړاندې جوړې شوې دي.
د بامیان د پنجاب او ورس ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له ټيټ کیفیت او په کلینیکونو کې د درملو له کمښته شکایت کوي او وايي، د دغې ستونزې له امله په ځینو مواردو کې ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وايي، د ښار په منځ کې غځېدلی سړک له کلونو راهیسې خراب شوی او موټر د خلکو په شخصي ځمکو کې تګ راتګ کوي.
د لوګر يو شمېر اوسېدونکي او پر نشهيي توکو روږدي کسان وایي، په دغه ولایت کې دې د روږدو د درملنې لپاره اسانتیاوې ډېرې شي.
د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، ګرځندوی سربېره پر اقتصاد پر ټولنیزو، سیاسي او کلتوري ارزښتونو هم مثبت اغېز لري چې له همدې امله باید د ګرځندوی د جاذبې په اړه په هېواد کې لازم پوهاوی ورکړل شي.
په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د بېلابېلو ګازلرونکو او بېګازو نوشابو تولیدات ډېر شوي چې ډېر کاروونکي یې ځوانان دي؛ خو د طب پوهان د دغو توکو ډېره استفاده د روغتیا لپاره په زیان بولي.
په تخار کې یو شمېر فرهنګیان او کتابپلورونکي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل له مطالعې سره د ځوانانو د لېوالتیا کمېدو لامل بولي؛ خو مسوولین وايي چې ځوانان د مطالعې پر ځای تر ډېره په ټولنیزو شبکو کې بوخت دي.
د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له کمښت او د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دغه ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د سختو جګړو ډګر و، نو ځکه هیڅ کار ورته نه دی شوی.