دایکنډي کې یوه ځوان په شخصي لګښت د روږدو د درملنې زمینه برابره کړې ده
د دایکنډي ولایت د کیتي ولسوالۍ یوه ځوان، علياغا همدرد په خپل شخصي لګښت د دغې ولسوالۍ ۲۰ روږدي کسان د نیلي ښار په یوه خصوصي کمپ کې تر درملنې لاندې نیولي دي. هغه پژواک…
د دایکنډي ولایت د کیتي ولسوالۍ یوه ځوان، علياغا همدرد په خپل شخصي لګښت د دغې ولسوالۍ ۲۰ روږدي کسان د نیلي ښار په یوه خصوصي کمپ کې تر درملنې لاندې نیولي دي. هغه پژواک…
تېره اونۍ امریکا د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو له امله د اسلامي امارت پر ځینو چارواکو د ویزو محدودیتونو ولګول او ځینو نړۍوالو سازمانونو وویل، افغانستان په اقتصادي، امنيتي او له فساد سره مبارزې برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
د اروزګان- کندهار لارې موټرچلوونکي او مسافر وايي، وروستیو اورښتونو دغه لار سخته خرابه کړې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د میدانوردګو ولایت مسوولین وایي په تېرو لسو میاشتو کې د دغه ولایت ساحې اړوند کابل - غزني پر لویه لار د سړک خرابوالي له امله ۱۲۱ ترافیکي پېښې شوې چې له امله يې ۱۰ کسان مړه او ۱۶۸ نور ټپيان شوي دي.
د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې وروستۍ سړې هوا په دغه ولایت کې د شاتو ۷۰ سلنه مُچۍ د مناسب ځای، د تخصص او مسلکیتوب نشتوالي له امله له منځه وړې دي.
سږ کال د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم ژمی سوړ او سخت دی چې له امله یې د لرګیو په ګډون د ټولو سون توکو بیه لوړه شوې ده.
د ننګرهار د مرکز او ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دغه ولايت کې خصوصي روغتيايي خدمتونو کې معيار او مسلکيتوب ته تر ډېره پاملرنه نه کېږي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراټورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپېکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي.
پکتيا کې يو شمېر خلک او هټۍوال وايي چې د دغه ولايت په څمکني، ډنډيپټان، جانيخېل، ځاځياريوب او احمدخېلو ولسواليو کې اوس هم راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کېږي.
د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي د بېکیفیته تېلو له واردېدو شکایت کوي، خو د دغه ولایت د سټنډرډ ملي امریت وايي چې د بېکیفیته تېلو د واردېدو د مخنیوي لپاره تدابیر په پام کې لري.
د هرات ولايت يو شمېر ښځې د دغه ولايت په حوزوي روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو او روغتيايي امکاناتو له کموالي شکايت کوي او وايي، په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي،…
د دايکنډي ولايت يو شمېر ځوانان وايي، په هېواد کې د سولې او امنيت له رامنځته کېدو وروسته یې د فوټبال او فوټسال په څېر ورزشي پروګرامونو سره لېوالتيا د پخوا په پرتله ډېره شوې…
د ژمي په یوه سړه ورځ یو لس کلن ماشوم چې له ډېرې یخنۍ لړزېږي، د کابل ښار په یوه سیمه کې د بوټونو پر رنګولو بوخت دی او وایي چې خوښېږي یي ښوونځي ته…
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۶۱۰ ماشومان راجسټر او د درملنې لپاره د هېواد روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.
د سمنګان مرکز ایبک ښار د اعتیاد پرېښودو په کمپ کې یو شمېر روږدي- چې له څو میاشتو راهیسې دلته ساتل کېږي- د امکاناتو له کمښت او د کافي خوړو له نشتوالي شکایت لري.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې مخابراتي خدمتونه کمزوري دي او له حکومته غواړي څو مخابراتي شبکې په هېواد کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته اړ باسي.
د تخار په مرکز تالقان ښار کې یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، د معیاري سړو خونو نشتوالي او د بازار نه کنټرول له امله د یوه من پیازو بیه له ۱۰۰ افغانیو څخه ۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د لوګر مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو لوستي ځوانان له وزګارتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
په بادغیس کې یو شمېر درملپلورونکي د ډاکټرانو له خوا پر شفري نسخهلیکنې نیوکه کوي او وایي، دا چاره حتی د ناروغانو د ژوند په بیه تمامېدلای شي.
افغانستان کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پېښې مخ پر کمېدو دي، خو بیا هم په دې موده کې د دې ناروغۍ ۹۱۴۵ پېښې ثبت شوې او ۷۶ کسان یې له امله مړه شوي دي.
د فراه مسوولین وايي، د تېرو جګړو پر مهال د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې ۹۵۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۱۴۰۰ نور تخریب شوي دي.
حسین قرباني هغه معلول چې د ژمي په سړو شپو او ورځو کې له سهاره تر ماښامه د ځان او خپلې څلور کسیزې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه د وېلچر په وسیله د کابل ښار په سړکونو کې کرېډټکارتونه پلوري وايي، که جګړه نه وای، اوس به له معلولیته نه کړېده.
د نیمروز سوداګر وايي، په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ابریښم بندر له لارې د سوداګرۍ کچه د بېلابېلو لاملونو له امله د پام وړ کمه شوې ده.
د دایکنډي اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په ډېرو کلیو کې د نجونو او هلکانو لپاره ژمني ښوونیز کورسونه د زدهکوونکو په شخصي لګښت پیلیږي.