منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کرونا

۳۸۸ راپورونه

راپورونه

طب پوهان: «ایورمکټین» پر کرونا مثبت اغېز نه لري

ځینو انټرنټي سایټونو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ادعا کړې چې «ایورمکټین» درمل کولای شي د کرونا ویروس په ۴۸ ساعتونو کې له منځه یوسي؛ خو د طب برخې پوهانو د دغې موضوع د ردولو ترڅنګ خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دغو درملو هیڅکله استفاده ونه کړي.

د طب پوهان: عناب د کرونا پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي

ډاکټران، د بدن معافیت لوړولو لپاره له عنابو د استفادې د اغېز په اړه د ځینو وېب‌سایټونو او ټولنیزو شبکو کاروونکو له لوري خپاره شوي مطالب تاییدوي؛ خو وايي، عناب د کرونا ویروس ضد سرچینه نه شي ګڼل کېدای.

د طب پوهان: له کرونا ځیني رغېدلي کسان د ویښتانو تویېدو له ستونزې سره مخ کېږي

د طب پوهانو په ځینو انټرنټي سایټونو کې په دې اړه خپاره شوي مطالب چې له کرونا رغيدلي ځیني کسان د ویښتانو له تویېدو سره مخ کېږي، تاییدوي او وایي، پر دې ناروغۍ اخته کسان د بدن معافیت سیسټم کمزوري کېدو او روحي فشار له امله له دې ستونزې سره مخ کېږي.

هېوادوال: د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د «وېټامین سي» پر کارولو عادت شوي یو

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، د هېوادوالو له لوري د «وېټامین سي» ټابلېټونو او د دغه ویټامین لرونکو مېوو پېرل او استفاده ډېره شوې او بیې یې هم په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي؛ ځیني هېوادوال وایي، له وېټامین سي او دغه وېټامین لرونکو مېوو ګټه اخیستنه د دوی لپاره پر یوه عادت بدله شوې ده.

د طب برخې پوهان: د کرونا په درملنه کې د «امګا-۳» ټابلیټونو اغېز لا نه دی ثابت شوی

ځینو خبري سایټونو او ویب‌پاڼو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د «امګا - ۳ ټابلیټ د اغېزې په اړه مطالب خپاره کړي؛ خو د طب برخې پوهان وایي چې دغه ټابليټونه د بدن د دفاعي سيسټم په پياوړتيا کې اغېزناک دي، خو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې يې اغېزناکوالی تر اوسه نه دی ثابت شوی.

د طب پوهان: څو چې کرونا بشپړه نه وي ورکه شوې، ماسک تړل مه هېروئ

د طب برخې پوهان وایي، دا چې د کرونا ناروغۍ خپرېدو مخنیوي لپاره تل د ماسک کارولو پر اغېزناکوالي ټینګار شوی، خو په دې وروستیو کې ډېر هېوادوال ورته پاملرنه نه کوي؛ په داسې حال کې چې ماسک تړل باید د کرونا تر بشپړ ورکېدو پورې الزامي وي.

کارپوهان: د کرونا درملنې لپاره د نعنا اوبه او قیلون اغېزمنتیا موضوع علمي اساس نه لري

ځينو انټرنېټي پاڼو، د یوه ویډیويي کلېپ په خپرولو سره ویلي، له قیلون سره د نعنا اوبو څخه استفاده کول، د کرونا درملنې ته ګټه لري؛ خو د طب پوهان او د هېواد د عامې روغتیا وزارت دغه موضوع ردوي او وایي، نه یوازې دا چې ګټه نه لري او یوه اوازه ده بلکې قیلون روغتیا ته زیان رسوي.

غړي

په هېواد کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه شاو خوا ۷۷۰۰ کسان مړه شوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پیله تر اوسه ۱۷۸زره او ۹۹۶ کسان په دې ویروس اخته شوي چې له دې ډلې، ۷زره او ۶۸۵ نارغان مړه شوي؛ خو د عامې روغتیا وزارت بیا د دغو شمېرو په تایید سره وایي چې په دې وروستیو میاشتو کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر کم شوی دی.

ډاکټران: د کرونا درملنې لپاره کورني او له بوټو جوړ درملو کارول، ناسم او خطرناک کار دی

د باغیس ځیني اوسېدونکي، په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره کورني او د طبي بوټو درمل کاروي چې ډاکټران د کرونا درملنې په موخه په خپل سر کورني او طبي بوټو درمل کارول ناسم کار بولي او خلکو ته د روغتیايي لارښوونو د رعایتولو سپارښتنه کوي.

نور راپورونه