منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۳ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

بدخشان کې یو شمېر خلک: له کلونو راهیسې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې یو

سختې او خامه لارې، د مخابراتي شبکو نه فعالیت او ډېر کم روغتیایي امکانات هغه ستونزې دي چې د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ اوسېدونکي ترې شکایت کوي او له حکومته غواړي چې یادې ستونزې یې ور حل کړي.

د سرپل مدني فعالان: تر ځمکې لاندې اوبو څخه بې‌درېغه استفاده به خلک د څښاک له اوبو محروم کړي

په سرپل کې ځيني مدني فعالان او کارپوهان د کروندو خړوبولو لپاره تر ځمکې لاندې اوبو څخه د بې‌درېغه استفادې په اړه خبرداری ورکوي وایي، که حکومت په دې برخه کې یو اغېزناک پروګرام عملي نه کړي، راتلونکي نسلونه به په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ شي.

ځیني افغانان: د پاکستان ویزو اخیستو کې دې د ځنډ او کمېشنکارۍ مخنیوی وشي

ځیني خلک د پاکستان د ویزو اخیستو کې له ځنډ او کمېشنکارۍ شکایت کوي وايي، د افغانستان حکومت دې له پاکستان سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو لپاره ګډه کمېټه جوړېږي.

 د خلکو غږ: د نجونو زده‌کړې مه ځنډوئ، لویه جرګه او اساسي قانون جوړ کړئ

یو شمېر خلک د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي، له نړۍ سره په تعامل کې نرمي وکړي، د ولس ملاتړ خپل کړي، د حکومتولۍ لپاره قوانین جوړ کړي او کار د کار اهل ته وسپاري.

کابل ښاروالي: له لاسي‌پلورونکو د ښاري خدمتونو ټولېدونکی فیس اوس مستقیم د دولت خزانې ته ځي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، لاسي‌پلورونکو ته د غرفو له وېش وروسته په ښار کې نسبي نظم او پاکوالی رامنځته شوی؛ خو د ښاروالۍ یوه مسوول وویل چې لاسي‌پلورونکو ته غرفې په موقت ډول وېشل شوې او د هغوی لپاره ټاکل شوې ساحې عامه ځایونه دي.

غړي

سرپل کې د چرګانو فارم‌لرونکي: د نه ملاتړ په صورت کې خپل فعالیت بندوو

په سرپل کې یو شمېر د چرګانو فارم‌لرونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، له بهره د چرګانو واردات او د چرګانو خوراکي توکو د بیو لوړېدل د دې لامل شوی څو په دغه ولایت کې ځيني فارم‌لرونکي خپل فعالیتونه ودروي.

تخار کې پر کښتونو د ملخانو هجوم؛ کروندګر له حکومته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي

د تخار ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ ځيني کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، ملخانو پر کښتونو یې په پراخه کچه هجوم ور وړی او که حکومت په له منځه وړلو کې یې جدي پاملرنه و نه‌کړي نو خلک به د خپل یو کلن زحمت حاصل له لاسه ورکړي.

نور راپورونه