منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۷ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

فاریاب کې د یوه چارواکي له خوا د خپل زوی د دوو قاتلینو بښل؛ خلک باید د دُښمنۍ پرځای د دوستۍ او یو بل منلو لاره غوره کړي

د فاریاب یوه حکومتي چارواکي د خپل زوی دوه قاتلان وبښل؛ دیني عالمان او د سیمې خلک د هغه دا کړنه ستایي او وايي، که په ټولنه کې که څوک دُښمني لري نو له بښنې دې کار واخلي او د دُښمنۍ پرځای دې، د مینې او یو بل منلو لار غوره کړي.

د فاریاب د کوهستان اوسېدونکي د ښوونکو له کمښت، د کتابونو او خوندي چاپېریال له نشتوالي شکایت لري

د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، د نجونو په ځینو ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالي له امله، له نهم ټولګي کښته نجونې تدریس کوي؛ د پوهنې  مسوولین د دې ستونزې په تایید سره وايي، د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

درۀ صوف کې د ډبرو سکرو ځیني کان‌لرونکي: که ستونزې مو حل نه شي اړ کېږو کارونه ودروو

د سمنګان په درۀ صوف کې د ډبرو سکرو ځیني کان‌لرونکي وایي، له قرادادي شرکتونو پرته – چې سکاره په ارزانه بیه پېري - نورو ته د هغوی د سکرو د پېر اجازې نه ورکولو له تاوان سره مخ کړي دي او که دا ستونزه حل نه شي، کارونه دروي او ګڼ شمېر کسان به وزګار شي.

تخار کې د معلولینو محرومیت؛ محب‌الله له پوهنتونه اول‌ نمره فارغ شوی، خو له بېکارۍ شکایت لري

محب‌الله چې د ګوزڼ له امله پر دواړو پښو معلول دى وايي، دوه کاله کېږي چې له پوهنتونه فارغ شوى، خو د معلوليت له امله نه دى توانيدلی چې په کومه دولتي یا خصوصي اداره کې ځان‌ ته دنده پيدا کړي.

د بادغیس اوسېدونکي: د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر دې ژر تر ژره پیل شي

د بادغیس ځیني اوسېدونکي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له بند پاتې کېدو شکایت کوي او د دغه بهیر د بیا پیلېدو غوښتونکي دي، خو مسوولین وايي، تخنیکي ستونزه رامنځته شوې او د دې ستونزې په هوارېدو سره به د پېژندپاڼو د وېش بهیر بیا پیل شي.

جلدي ډاکټران: د سپینوونکو کریمونو‎ دوامدار کارول جلد خرابوي ‎

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري د جلد سپینولو ډول ډول کریمونو اعلانونه په داسې حال کې زیات شوي چې د ځینو جلدي ډاکټرانو په خبره، د دغه ډول کریمونو دوامدار کارول جلد ته زیان رسوي او د داغونو پيدا کېدو، حساسیت او نازک کېدو لامل یې ګرځي.

تناظر: نظام یوازې د حدودو او قصاص په جاري کولو نه اسلامي کېږي؛ د دین ټول احکام دې تطبیق شي

د پژواک ټویټر سپېس (تناظر) خپرونې ځیني مېلمانه وایي، د حدودو او قصاص پلي کولو لپاره دې علتونه حل او له حدودو سره نور تړلي «حکمونه» دې هم پلي شي، خو نور بیا وایي، د دین هر یو حکم په خپل ځای کې مهم دی او باید عمل پرې وشي.

نور راپورونه