منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۴ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

د کندهار کروندګر د شنو خونو په جوړولو کې له موسسو او حکومته مرسته غواړي

د کندهار کروندګر وايي، له تېر کال راهیسې په دغه ولایت کې د شنو خونو/ Green Housesجوړولو بهیر درېدلی؛ په داسې حال کې چې مخکې به هر کال د کرنې وزارت او ځینو موسسو په مرسته لسګونه شنې خونې جوړېدلې او سلګونه کسان پکې په کار بوختېدل.

د غزني سلمانان: کارونه مو په ټپه درېدلي دي

د غزني سلمانان شکایت کوي، له هغه وروسته چې امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست پرې د خلکو ږیرې خرېیلو او سټایلي وېښتانو جوړولو بندیز لګولی، کارونه یې په ټپه درېدلي دي.

د تېلو د بیو بې‌ساري لوړېدل؛ نن د یو لیتر ډيزلو بیه ۱۰۴ افغانیو رسېدلې

د کابل ښار اوسېدونکي داسې مهال په دغه ښار کې د تېلو بیې د بې‌ساري لوړېدو له امله شکایت کوي چې د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د تېلو بیه ۱۰،۵ سلنه لوړوالی ښیي؛ چارواکي وایي، په نړیواله کچه هم د تېلو په بیه کې زیاتوالی راغلی دی.   

یوې جوړې چې د واده ټول مراسم یې په ۱۵۰۰ افغانیو ترسره کړي وايي، ‌ډېر لګښت د نېکمرغۍ سبب نه شي کېدای

هغې جوړې چې په ۱۵۰۰ افغانیو یې خپل د واده مراسم په کابل ښار کې ترسره کړل، له نورو ځوانانو وغوښتل چې په ودونو کې له ډېرو لګښتونو ډډه وکړي څو دغه فرهنګ په ټولنه کې عام شي.

بلخ کې د کرنې لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله اوبو را ایستلو خلک اندېښمن کړي

د بلخ ولایت بزګر د کرنې لپاره له څاګانو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستل که څه هم اسانتیا بولي، خو د دې برخې کارپوهان وایي چې دغه کار د اوبو کچه ټيټوي او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

عامې روغتیا وزارت: د کرونا درملنې لپاره د «زېنک» ټابلېټونو اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی

ځینو خبري سایټونو او وېبپاڼو د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د «زېنک سلفېټ» ټابلېټونو د اغېزې په اړه مطالب خپاره کړي؛ خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، دا ګولۍ د بدن د معافیت په لوړولو کې اغېزناکې ‎دي، خو د کرونا په درملنه کې یې اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی.

د پوهنتون استاد د حاضرۍ له لاسلیکه منع شوی؛ لامل یې تخریبي تبلیغات دي که نیوکې؟

د کونړ پوهنتون یو استاد وايي، د «نیوکو له امله» د لوړو زده کړو وزارت له خوا د حاضرۍ له لاسلیکولو منعه شوی، خو په ختیځ کې د یاد وزارت استازی وایي چې دغه استاد «تخریبي تبلیغات» کول او د نظام پر پرېکړو یې ملنډې وهلې.

نور راپورونه