منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۱ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

دولت او سياست

۲۲،۴۸۰ راپورونه

راپورونه

دلاور: هيڅوک دې خپل وطن ته په راتګ کې تشویش نه کوي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر د پخوانۍ ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره په لیدنه کې ویلي، هیڅوک دې خپل وطن ته په راتګ کې تشویش نه کوي او هغه افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي، کولای شي په ډاډه زړه راستانه شي.

د ترمذ خبرو په څنډه کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلونې په برخه کې د افغانستان پر رول ټینګار وشو

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وایي، د ترمذ خبرو اترو په څنډه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا کارپوهانو د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو په برخه کې د افغانستان پر مهم رول، د سوداګریزو دهلېزونو پر پراختیا او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

کندهار کې د وزیرانو شورا غونډه؛ مشرتابه له خلکو سره پر عدالت او د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

د اسلامي امارت مشر په کندهار کې د وزیرانو شورا غونډه کې چارواکو ته د خپلو مسوولیتونو د ښه ترسره کولو، د شرعي نظام او فرمانونو د تطبیق، له خلکو سره د عدالت، د ستونزو د حل او په اخلاص د خدمت کولو سپارښتنه کړې ده.

بروکسل ته احتمالي سفر؛ اروپايي کمېسیون د اسلامي امارت د پلاوي د غړو نوملړ بلجیم ته سپارلی

اروپايي رسنۍ «یوراکتیف» راپور ورکړی چې اروپايي کمېسیون بروکسل ته د احتمالي سفر لپاره د اسلامي امارت د پلاوي د غړو نوملړ د بلجیم چارواکو ته سپارلی دی. د یوراکتیف د راپور له مخې، د…

د اماراتو او یوناما چارواکي د افغانستان پر وروستيو تحولاتو غږېدلي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده عربي اماراتو د دایمي استازي مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) سرپرست په نیویارک کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو او د سولې، ثبات او پرمختګ د ملاتړ برخه کې د یوناما د رول په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درېیو افغان کډوالو د ژوندي سوځېدو پېښه وغندله

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درېیو افغان کډوالو د ژوندي سوځولو پېښه غندلې او له ایټالیايي چارواکو یې غوښتي چې د یادې پېښې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته…

برادر: ا.ا مکلف دی په هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وایي چې اسلامي امارت ځان مکلف بولي څو د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لپاره د ساختماني پروژو برخه کې د پانګونې زمینه او آسانتیاوې برابرې کړي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په…

نور راپورونه