د پاکستان له زندانونو نږدې ۳۰ افغان کډوال ازاد شول
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۲۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۲۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بش ردوستانه چارو کې د م.م د سرمنشي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو را اېستل د ګاونډیتوب او نړۍوالو سره خلاف کار دی او هیله یې څرګند کړې چې م.م په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.
ایران ته له افغانستانه تللي پلاوي د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو له مشر سره د اقتصادي همکاریو او افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي، د روان کال د وري له ۱۵مې راهیسې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې ۱۰۰ زره افغانان ثبت کړي او زیاتوي چې له هغوی سره د مرستو لپاره لا زیاتو سرچینو ته اړتیا ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۴۷ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، تورخم کې راستنېدونکي کډوال د مسلکي روزنې او کارموندنې په موخه ثبیتږي، تراوسه یې نږدې ۵۰ زره کسان ثبت کړي چې وړتیاوو ته په کتو به ورته په راتلونکې کې د حرفوي زدهکړو، د کوچنيو کاروبارونو او په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي چې دوی به افغانستان ته د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو اړوند ناروغیو د درملنې برخه کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې تورخم ته یوه ګرځنده روغتیايي ډله استولې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له څلورو بنسټونو سره د شاوخوا ۶۱۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۹۸ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
پکتيا ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ترخې کیسې کوي او وایي، دا مهال په پردیو کورونو کې اوسېږي او له حکومته غواړي چې د سرپناه برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی وايي چې د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي…
ننګرهار کې د څلورو ختیځو ولايتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو له پاکستانه په جبري توګه د را ایستلکېدونکو افغان کورنیو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه غونډه وکړه.
د المان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې د لنډ وخت لپاره ځنډولی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۲ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د روان کال تر پایه له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د راتګ د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
د پوهنې وزارت چارواکو له افغان کډوالو د سویې د تثبیت ازموينې په تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي چې ا.ا به ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
غزني ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ وايي، له دغه هېواده په داسې جبر را وایستل شول چې له کاروبارونو نیولې بیا د کور تر سامانونو هر څه ترې پاتې شول.
د بلوچستان د صنایع او سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې دغه ایالت کې پر کرنې، کانونو او صنعتي سکتورونو سخته اغېزه کړې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي څو هغه افغانان چې په دغه برخه کې فعالیت کوي، د کار جواز دې ورکړل شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۷۵ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، هېواد ته راوګرځېدل.
د راپورونو له مخې، په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې سل زره افغانان له پاکستانه په اجباري توګه ایستل شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې راستنو شوو کډوالو ته په درې زره جریبه ځمکه کې د یوه ښارګوټې جوړولو چارې پیل شوې.
بدخشان ته راستانه شوي یو شمېر کډوال له ناسم اقتصادي وضعیته شکایت کوي او له اسلامي امارت، ملي او نړۍوالو مرستندویو بنسټونو غواړي چې د سرپناه او کاري زمینې برابرولو برخو کې پاملرنه ورته وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نږدې ۴۰۰ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.