یونیسف: له پاکستانه د ایستل شوو افغان کډوالو دوه پر درېیمه ماشومان دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د دفتر (یونیسف) رییس وايي چې له پاکستانه د ایستل شوو افغان کډوالو دوه پر درېیمه ماشومان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د دفتر (یونیسف) رییس وايي چې له پاکستانه د ایستل شوو افغان کډوالو دوه پر درېیمه ماشومان دي.
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې له پاکستانه راستنېدونکو کورنیو لپاره یو لنډمهاله پنډغالی جوړ کړی دی.
د تورخم ښارګوټي اړوند د راستنېدونکو کډوالو عمري کمپ کې د برېښنا شرکت له خوا د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د ۱،۵ ميګاواټه په ظرفيت د برېښنا شبکه فعاله شوه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو لپاره د دایمي سرپناه رغولو په برخه کې له نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دی چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې کډوالو ته متمرکزې کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۱۵ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانون ازاد او هېواد ته راستانه شول.
ناقانونه کډوالي چې ډېری افغانان د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله ورته مخه کوي، پر یوه تیاره لار له ګواښه ډک هغه اقدام دی چې کولای شي په دوکه، شکنجه، د بدن د غړو په پرې کېدو او کله کله د ژوند په له لاسه ورکولو پای ته ورسېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۱۳۰ تنه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي نن په اسلاماباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال او په کورنیو چارو کې د دغه هېواد د دولت له وزیر سره لیدلي او د سوداګرۍ ترڅنګ یې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي.
راپورونه وايي چې ۱۳۸ تنه افغانان په یوه الوتکه کې د پاکستان له پلازمېنې اسلاماباده جرمني ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۱۴۷ نور افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست وایي، د دې لپاره چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان له زدهکړو پاتې نه شي، یوه ځانګړې کمېټه یې ګومارلې څو ښوونځیو کې د شاملولو لپاره دغه ماشومان ثبت کړي او لارښوونه ورته وکړي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو څپې په غبرګون کې د رامنځتهکېدونکو شرایطو په اړه د اندېښنې په څرګندولو اعلان کړی چې د دغو کډوالو له ډلې ۵۰ زره کسانو ته د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره مرسته کوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له هغوی سره د ناوړه چلند په اړه خواشيني څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې دغه هېواد دې له افغانانو سره د ښه ګاونډيتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.
د راپورونو له مخې، سعودي عربستان د دغه هېواد په مکه ښار کې د نشهيي توکو د قاچاق په تور یو افغان اعدام کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۲۹۶ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
کابینې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پر چټکټیا ټينګار کړی او دغه راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته یې دنده سپارلې چې په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یوه ډله ولېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري را ایستلو او هلته له هغوی سره پر ناسم چلند خواشیني ښودلې او د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه یې کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۹۱ هغه افغانان چې پاکستان کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
یو جرمني ګرځندوی چې پر بایسکل افغانستان ته راغلی، د افغانانو له چلنده خوښي څرګندوي او وایي، دلته راتګ ورته د ژوند يوه نوې تجربه ده.
د عدلیې وزارت وایي، د جایدادونو مالکین دې راستنېدوکو کډوالو ته کورونه په مناسبه کرایه ورکړي او د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې هم په دې برخه کې د اصولو خلاف د کمېشن له اخیستو ډډه وکړي.
د اقتصاد وزارت سرپرست د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل د اسلامي ورورګلوۍ او د کډوالۍ د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف وبلل او له نړۍوالو سازمانونو او خلکو یې وغوښتي څو له راستنېدونکو سره بېړنۍ او اغېزناکې مرستې وکړي.
د ننګرهار والي تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه په جبري ډول د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت د ارزونې پر مهال د لا ډېرو خدمتونو او اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کړی.