غزني کې د انسان د سر وېښتانو پېرلو په تور ۱۴ کسان نیول شوي
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې یې د انسان د سر وېښتانو پېرلو په تور د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان نیولي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې یې د انسان د سر وېښتانو پېرلو په تور د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان نیولي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، نن یې د پلعلم ښار او خروار ولسوالۍ له شخصي روغتیايي مرکزونو، کتنځایونو او درملتونو د څارنې پرمهال خروار ولسوالۍ کې ۱۹ شخصي روغتیايي مرکزونه، کتنځایونه او درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي.
عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د «ملا عزت ښارګوټي» ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي ده.
د کونړ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو تن وژل شوی او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۵۸ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې له جنایي پېښو سره د مبارزې پولیسو نن هغه کس نیولی چې په ترینکوټ ښار کې یې یوه کور د ماشوم په لاس په زهرو ککړ چاکلېټ لېږلي وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۹۷ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، په شېرزادو ولسوالي کې د يوې امنيتي پوستې اشپز د دې پوستې پر کسانو ډزې کړې چې په پایله کې یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ستره محکمه وایي چې په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې یوه مور او د هغې ځوان زوی وژلي او د دې پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یو شل کلن ځوان په ډزو وژلی دی. د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدعیسي وثیق پژواک خبري اژانس ته…
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۴۷ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، ایران ۱۹۹ افغانان چې په دغه هېواد کې بندیان وو، اسلامي امارت ته سپارلي او دوه ایراني بندیان هم د افغانستان چارواکو له لوري د ایران حکومت ته سپارل شوي دي.
د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور لس کسان نیول شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۹۸ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د نورستان امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې یو تن د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په خوست ولایت کې په غیرقانونی توګه د شنو ونو وهلو په تور پنځه کسان نیولي دي.
د هرات د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ له ۱۰ کلونو کورني بنده ازاده شوې ده.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۲ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
بدخشان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د زهري موادو په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې تېره شپه یو کس د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د چک جمهوریت د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري په ۲۰۱۸ کال کې د هرات په شینډنډ پوځي مرکز کې د یوه پخواني افغان سرتېري په وژنه کې د لاس لرلو په تور محاکمه کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۷۵ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، هېواد ته راوګرځېدل.