منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

د بغلان ښوونځي د کتابونو له جدي کمښت سره مخ دي

د بغلان د دولتي ښوونځيو يو شمېر زده‌کوونکي او ښوونکي شکايت کوي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي؛ خو مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې سږ کال دغه ستونزه حل کېږي.

بدخشان کې سلګونو بې‌ځایه شوو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په بدخشان ولایت کې سلګونو بې‌ځایه شوو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده؛ دغه ماشومان د درس وېلو زمینې له برابرېدو خوښ دي خو د معیاري ټولګیو جوړېدو او درسي توکو غوښتنه کوي.

ډاکټران: پوهنتونونو کې د درسونو د ځنډ دوام په اوږدمهال کې د ښځینه روغتیايي پرسونل د کمښت لامل کېږي

یو شمېر ډاکټران او مسوولین د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او په ځانګړي ډول د طبي زده‌کړو څانګو د تړل کېدو دوام ته اندېښمن دي او وايي، دا چاره به په اوږدمهال کې د افغانستان پر طبابت منفي اغېز ولري؛ دوی همداراز د نجونو پر مخ د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي.

غور کې په تېر یوه‌نیم کال کې د خلکو ترمنځ ۲۶ روغې جوړې شوې

د غور سیمه‌ییزې سرچینې په تېر یوه‌نیم کال کې د قومي جرګو او حکومتي ارګانونو له لارې د قومونو او کورنیو ترمنځ د ۲۶ دُښمنیو د پای ته رسېدلو خبر ورکوي؛ کارپوهان په ټولنه کې د نظم او امنیت ټينګېدو لپاره د داسې اختلافاتو پای ته رسول اړین بولي.

۱۴۰۱ کال د افغانستان لپاره څه ډول کال و؟

د چارو شنونکي وايي، په ۱۴۰۱ کال کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شو، یو ډول اقتصادي ثبات رامنځته او اسلامي امارت ته د افغانستان د ځینو سفارتونو سپارل مهمه لاسته راوړنه وه، خو د نجونو زده‌کړو کې ځنډ او په انجیوګانو کې د ښځو پر کار بندیز د اندېښنې وړ دي.

نور راپورونه