منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۷ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

زینب: د روضې بڼه مې جوړه کړه څو وښیم چې نجونې هم د انجنیري کارونه کولای شي

د فاریاب اوسېدونکې ۱۷ کلنه زینب چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل‌ کېدو وروسته یې له کاغذ او کارتن څخه په استفادې ځیني نوښتونه کړي، له اسلامي امارته غواړي چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیلېدو سره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

هرات کې هټۍ‌وال له لوړو مالیاتو شکایت کوي

په هرات کې یو شمېر هټۍ‌وال د کار له نشتوالي، د بازار له کمرنګه کېدو او له دوکانونو یې د لوړو مالیاتو له اخیستلو شکایت لري؛ خو د مستوفیت مسوولین وایي چې د ټاکل شوي معیار پر اساس مالیات ټولېږي.

بادغیس کې د مقاوم توبرکلوز درملنې څانګې فعالېدل؛ ناروغان خوښي څرګندوي

په باغيس کې پر نري‌رنځ اخته يو شمېر کسان په دغه ولايت کې د درملو پر وړاندې مقاوم نري‌رنځ درملنې څانګې له فعالېدو خوښ دي او وايي، مخکې به د درملنې لپاره نورو ولايتونو ته تلل او ډېر لګښت به پرې راتله.

یوه سوداګره مېرمن له نورو ښځو غواړي چې په اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي

هغه مېرمن چې په ۵۰۰ افغانیو یې کاروبار پیل کړی، اوس یې پانګه زرګونو ډالرو ته رسېږي او په کورونو له ناستو ښځو غواړي څو له خپل توان سره سم لاس په کار شي، د خپلو کورنیو او هېواد په اقتصادي وده کې برخه واخلي.

نور راپورونه