ډاکتران ټینګار کوي چې میندې باید ماشومانو ته تر دوه کلنۍ خپلې شیدې ورکړي
د طب برخې پوهان او دیني عالمان میندو ته سپارښتنه کوي چې خپل ماشومان تر دوو کلونو له خپلو شیدو تغذیه کړي؛ ځکه د مور له شیدو تغذیه د ماشوم او مور په روغتیا کې…
د طب برخې پوهان او دیني عالمان میندو ته سپارښتنه کوي چې خپل ماشومان تر دوو کلونو له خپلو شیدو تغذیه کړي؛ ځکه د مور له شیدو تغذیه د ماشوم او مور په روغتیا کې…
د بادغیس روغتیایي مسوولین د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیقولو لړۍ د دوام خبر ورکوي او له خلکو غواړي څو په داوطلبانه ډول راشي او واکسین ولګوي.
د جوزجان د کووېډ-۱۹ روغتون یو مسوول د کرونا د مثبتو پېښو له زیاتېدو خبر ورکوي، خو وايي چې دوی له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
په بامیان ولایت کې یوه ۶۰ کلنه مېرمن چې په کور کې نفقه راوړونکی نه لري، خپله د نفقې او کور لګښت برابرولو لپاره له سهاره تر ماښامه په دغه ښار کې ګدايي کوي.
ځینو انټرنټي سایټونو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ادعا کړې چې «ایورمکټین» درمل کولای شي د کرونا ویروس په ۴۸ ساعتونو کې له منځه یوسي؛ خو د طب برخې پوهانو د دغې موضوع د ردولو ترڅنګ خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دغو درملو هیڅکله استفاده ونه کړي.
په کابل ښار کې سټېکر پلورونکي وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته ډېرو موټرچلوونکو چې مخکې به یې خپل موټرونه د عاشقانه شعرونو، ضرب المثلونو په لیکلو او انځورونو لګولو ښکلي کول، اوس ډېری یې له کلیمه طیبه او د قران کریم له ایاتونو استفاده کوي.
د پاسپورټ ریاست هره ورځ ۴۰۰۰ پاسپورټونه وېشي، خو بیا هم - له دې امله چې سلګونه زره کسانو ورته نوملیکنه کړې- د پاسپورټ ترلاسه کول میاشتې وخت نیسي.
د بلخ ولايت حکومتي مسوولين وايي، د قوش تيپې کانال د جوړولو چارې ګړندۍ شوې دي او تر ټاکلې نېټې وړاندې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په تخار ولایت کې د شخصي انجیوګانو یو شمېر مسوولان وايي، د موسسو له لوري د پراختیايي پروژو د پلې کېدو لپاره د اسانتیاوو نهشتون له امله، له بېکارۍ سره مخ دي.
په کابل ښار کې یو شمېر موټرلرونکي وايي، د سړکغاړې په ځینو تمځایونو کې له ټاکلې کچې ډېرې پیسې اخیستل کېږي؛ خو ښاروالي ټینګار کوي چې که پر قراردادي د زياتو پیسو اخیستل ثابت شي، نو تړون يې فسخه کوي.
ډاکټران، د بدن معافیت لوړولو لپاره له عنابو د استفادې د اغېز په اړه د ځینو وېبسایټونو او ټولنیزو شبکو کاروونکو له لوري خپاره شوي مطالب تاییدوي؛ خو وايي، عناب د کرونا ویروس ضد سرچینه نه شي ګڼل کېدای.
د پروان ولایت ښوونکي شکایت لري چې د عزیزي بانک له لارې د دوی میاشتنۍ تنخوا ورکول ستونزمن شوی او ډېر وخت نیسي؛ هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي او کومې ورځې چې معاشونو پسې بانک ته ورځي نو زدهکوونکي هم له درسونو پاتې کېږي.
په هېواد کې د حکاکۍ هنر له ځلېدلي او لوړ تاریخ درلودو سره سره اوس له کمرنګۍ سره مخ دی؛ خو په هرات کې ځيني حکاکان د حکاکۍ د یوې کارخونې او د زدهکړې مرکز…
د دایکنډي د ولایتي روغتون یو ډاکټر وایي، له څلورو میاشتو راهیسې هره میاشت له خپلې تنخوا ۱۰زره افغانۍ پر مستحقو او بېوزلو کسانو وېشي.
په هيواد کې د کورني کرکټ تر ټولو سترې شپږیزې سیالۍ د سپین غر پړانګانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې یو شمیر لوبغاړو کې پکې له ځانه ښې وړتیاوې وښودلې. په افغانستان کې…
د افغانستان بانک وایي، د ډالرو سپین او شنه بانکنوټونه دواړه د منلو دي، خو صرافان په داسې حال کې د سل ډالرو سپینرنګه نوټ تر ۲۰۰ افغانۍ ارزانه پېري چې بانکونه خلکو ته دواړه ډوله بانکنوټونه ورکوي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په تېر يو کال کې د افغانستان توليد ۶ زره او ۴۵۳ ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر شوی دی.
د ځینو ټولنیزو پاڼو او انټرنټي سایټونو کاروونکي ادعا کوي چې د خولې مینځلو مواد په خوله کې د کرونا شته ویروس له منځه وړي؛ خو د طب پوهانو په وینا، د خولې مینځلو مواد په خوله کې د کرونا شته ویروس په بشپړه توګه له منځه وړلای نه شي.
د هرات ښاروالي وایي، هڅه کوي چې په روان کال کې د ښار د ښکلا او د دغه ولایت په کچه د مهمو خدماتو وړاندې کولو په موخه ۵۴ پراختیايي او زیربنايي پروژې پلې کړي؛ له بلې خوا خلک هم د ښاروالۍ له خدماتو خوښ دي.
د بلخ د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال د دغه ولایت په شاخوا ۲۵زره هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
د فراه یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ډېر شوي، خو بازار يې خراب دی او دوی ته ګټه نه کوي.
ځينې ښځې چې حمل نه اخلي، وایي چې کورنۍ یې د طب پر متخصصینو د درملولو پر ځای ورته یوناني درمل راوړي؛ خو ډاکټران وايي، د یوناني درملو خپلسري کارول روغتیا ته زیان رسوي.
د کارتونو د نه شتون له امله برېښنایي تذکرې تر نوي امر پورې نه وېشل کیږي، خو د غوښتونکو د هویت تثبیت، بایومټریک او نور پړاوونه یې وهل کیږي.
د دوولسم ټولګي ځیني فارغان په داسې حال کې د کانکور ازموینې د ژر پیلېدو غوښتنه کوي چې سږ د تېر کال په پرتله شاوخوا ۳ میاشتې ځنډ په کې راغلی او چارواکي وایي، ښايي تر څو ورځو پورې یې مهالوېش اعلان شي.