هرات ښار کې د ترافیکي څراغونو نه فعالیت له امله بېنظمي ډېره شوې ده
د هرات ښار ځيني اوسېدونکي او موټرچلوونکي شکایت کوي چې په څلورلارو کې ترافیکي څراغونه او نښې غېرفعال دي او له امله یې دوی له ترافیکي ستونزو سره مخ دي.
د هرات ښار ځيني اوسېدونکي او موټرچلوونکي شکایت کوي چې په څلورلارو کې ترافیکي څراغونه او نښې غېرفعال دي او له امله یې دوی له ترافیکي ستونزو سره مخ دي.
په غور کې پر سینه بغل د اخته ماشومانو ځینې کورنۍ په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کمښته شکایت کوي؛ خو د دغه روغتون مسوولین د ستونزې د تاید ترڅنګ په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ د ډېرېدو خبره کوي.
د تخار، کندوز او بدخشان لارې مسافرین او موټرچلوونکي د کندوز– تخار پر لویهلار ملا کریم ساحه کې د یوه پله د جوړولو غوښتنه کوي.
په کندهار کې ګڼ شمېر کروندګرو- چې پخوا یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرل- سږ کال یې ګازرې کرلې خو وايي، بیه یې ټیټه ده او بازار نه لري.
د ژمي یوې سړې ورځې په وروستیو شېبو کې چې لمر د نیلي ښار د چوګاني غره له شا د ډوبېدو په درشل کې و، یوه نجلۍ د دغه ښار په څنډه کې نجونو او هلکانو ته د خپل ۱۵ کلن ښوونیز خدمت کیسه کوي.
یو شمېر هغه کسان چې په تېرو کلونو کې له پوهنتونونو فارغ شوي وايي، سره له دې چې له فراغته یې څو کلونه کېږي خو له پرلهپسې هڅو سره هم نه دي توانېدلي چې خپل تحصيلي اسناد ترلاسه کړي.
په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته، هرات کې د واټونو پر غاړو پلورونکي چې ډېری یې ځوانان دي، ډېر شوي دي.
د افغانستان د چرګانو تولید او پروسس اتحادیې مسوولین وایي، د اقتصادي ستونزو، له بهره د چرګانو واردېدو او د خوراکي توکو بيو لوړېدو له امله په هېواد کې د چرګانو څه باندې ۵۶۰۰ فارمونه تړل شوي دي.
بلخ کې په تېره یوه لسیزه کې د کبانو ۴۶ فارمونه جوړ شوي وو چې اوس یې له ډلې ١٥ فعال او نور تړل شوي دي.
د تخار د مرکز تالقان ښار ځیني اوسېدونکي د چاپېریال ککړتیا له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، د خلکو او هوټللرونکو له خوا د ښاري فرهنګ او نظافت مراعاتولو ته نه پاملرنه او په حمامونو کې د تصفیهکوونکو وسایلو نه شتون په دغه ښار کې د هوا ککړتیا لامل شوي دي.
په کابل ښار کې یوې مېرمنې چې ۲۰۰ ښځو ته د خیاطۍ زدهکړې زمینه برابره کړې، له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي څو په راتلونکي کې ډېرو نورو ښځو ته د دغې حرفې زدهکړې…
یو شمېر افغانان شکایت کوي چې سعودي عربستان پر سټیکر د تمدید شوو پاسپورټونو لرلو له امله له هوایي ډګره بېرته ګرځولي دي.
یو شمېر ناروغان د غاښونو په ځینو کلینیکونو کې د پاکوالي له نه مراعتولو شکایت لري؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوهنیم کال کې یې ۴۲۵ د غاښونو کلینیکونه د طبي اصولو نه مراعاتولو له امله تړلي دي.
په بامیان کې ځینې صنعتګرې ښځې د خپلو تولیداتو بازار کمرنګه کېدو ته اندېښمنې دي او ادعا کوي چې د هغو تولیدات په غېرقانوني ډول ګاونډیو هېوادونو ته انتقالېږي. د بامیان په مرکز کې د ضحاک…
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د دغه ولایت د موزیم د تاریخي اثارو لیدو ته هره ورځ لسګونه کسان ورځي چې د پخوا په پرتله یې شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی دی.
په کندوز کې د چرم یو شمېر صنعتکاران په یاد ولایت کې د دغه صنعت بازار خرابېدو اندېښمن کړي او زیاتوي چې د تولیداتو بازار یې پیکه شوی او پېرېدونکي یې له لاسه ورکړي دي.
د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د ګیاوې سیمې دوو کورنیو (نواب خان او صدام) ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني - چې شلو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو لامل شوې، پای ته ورسېده.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره ځینو خلکو فکر کاوه چې نور نو سینما په هېواد کې کوم ځای نه لري، خو د اټکل خلاف په دغه موده کې نهه فلمونه تولید شوي او په اریانا سینما کې یو فیسټیوال هم ترسره شوی؛ سینماګران بیا دغه شمېر کافي نه بولي.
په بغلان کې د غالیو سوداګر وايي، د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د غالیو د پېر او پلور بازار په بېسارې توګه کمرنګه شوی دی. سوداګر د غالیو بازار د کمرنګه …
د هرات د لیلامۍ واټ غرفهلرونکي د خپلو غرفو له لوړې کرایې شکایت لري او وایي، د کار نشتوالي له امله نه شي کولای چې د غرفو کرایه ورکړي.
د بادغیس ولایت د قادس ځيني اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د معیاري روغتیايي خدماتو او روغتون له نشتوالي شکایت لري.
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، له سیاسي بدلون وروسته یې د کابل ښار له ۱۱۵ اصلي او فرعي سړکونو، کوڅو او پلیو لارو امنیتي موانع لرې کړي او هغه لارې یې د خلکو پر مخ پرانیستې چې د تېر حکومت پر مهال چارواکو او زورواکو تړلې وې.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې له ترافیکي بېنظمۍ شکایت کوي؛ خو مسوولین بیا وایي، تر پخوا په دغه برخه کې ډېر نظم رامنځته شوی دی.
د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال په زمري مياشت کې تر سياسي بدلون وړاندې او له هغه را وروسته، ١٢٣ راډيوګانې تر ډېره د مالي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلې دي.