منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۳ غ.و
۷°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

پژواک ټویټرسپېس (تناظر): د اساسي قانون تسوید دې د بندو دروازو تر شا نه وي، کمېسیون دې ورته جوړ شي

د پژواک په ټویټرسپېس (تناظر) کې دا ځل د نوي اساسي قانون جوړېدو لپاره د «اهلیت لرونکو» کسانو یو کمېسیون جوړېدو غوښتنه وشوه او ګډونوالو وویل چې د اساسي قانون د ځنډ له امله هره ورځ زرګونه کورنۍ له هېواده وځي او اوسنۍ «بې مسوولیتي، بې صلاحیتي او بې هویتي» هم د قانون د تشې له امله ده.

د ودونو لوړ لګښت ځوانان کډوالۍ ته اړ کړي

د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ودونو له لوړ لګښته شکايت کوي او وايي، د ودونو د ډېر لګښت له امله نجونې تر پاخه عمره مجردې پاتې…

شنونکي: حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي

شنونکي د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي دهلېز بیا پرانیستل ښه او مهم ګام بولي او وایي، حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي، له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او د نویو اقتصادي اړیکو لپاره هلې ځلې وکړي.

څارمن سید ولي چې د خلکو ژغورلو لپاره یې خپل اندامونه بایللي، اوس له کړاوه ډک ژوند لري

د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن څارمن سید ولي چې د زرګونو ماینونو په شنډولو یې د زرګونو انسانانو ژوند ژغورلی او په دې لار کې یې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، اوس له کړاوونو ډک ژوند تېروي.

شنونکي: د نوو بانک‌نوټونو چاپ د افغانۍ ارزښت ته زیان نه رسوي

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وايي، هېواد ته د افغانۍ نویو بانک‌‌نوټونو په راوړلو سره به د زړو افغانیو «ناکاره حالت» سم شي او نوي بانک‌نوټونه به د توکو پر بیو او د افغانۍ پر ارزښت ځکه منفي اغېز ونه لري چې د زړو بانکنوټونو په بدل کې بازار ته وړاندې کېږي.

طب‌پوهان: د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو لپاره درمل مه کاروئ

د ټولنیزو شبکو ځیني کاروونکي په داسې حال کې هېوادوال د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو درملو خپلسرې کارونې ته هڅوي چې طب‌پوهان د دغه ډول درملو کارونه خطرناک ګڼي او وايي، دغه درمل د بېلابېلو او لاعلاجه ناروغیو لامل کېدای شي.

پژواک ټویټر سپېس ‘تناظر’/ ګډونوال: له بحرانه د وتلو لپاره ملي ډیالوګ ته اړتیا ده

د پژواک په ټویټر سپېس 'تناظر' کې له هېواده بهر د افغانانو پر سیاسي خوځښتونو بحث وشو، ګډونوالو وویل، ځیني دغه خوځښتونه داسې اشخاصو جوړ کړي چې د بدبختیو ملامتیا پرې نشته خو ځیني یې بیا داسې کسانو جوړ کړي چې په فساد او د جګړې په دوام کې ښکېل دي.

پژواک ټویټر سپېس (تناظر): حکومت دې د خپلو اتباعو دفاع وکړي او د کډوالۍ عوامل دې له منځه یوسي

د پژواک په ټویټر سپېس «تناظر» کې د کډوالۍ پر بحران او په نړۍ کې د افغان کډوالو پر ستونزو بحث وشو چې ګډونوالو د نورو هېوادونو په پرتله په ایران او پاکستان کې د کډوالو ستونزې ډېرې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې اوسنی سرپرست حکومت دې د خپلو اتباعو د حقونو دفاع وکړي او د خلکو کډوال کېدو عوامل دې له منځه یوسي.

نور راپورونه