منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۸ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

شېرین ګل: د اغزن سیم تېرېدو له امله اووه کاله کېږي د پلار کره نه یم تللې

د کونړ یوه اوسېدونکې شېرین ګل - چې په یو کلي کې یې د پلار او خسر کورونه پر ډیورنډ کرښه تېر شوي اغزن سیم بېل کړي - اووه کاله کېږي د خپلې پلارګنۍ کره نه ده تللې او له حکومته غواړي چې دوی دې بېرته سره یوځای کړي.

سرپل کې یو ځوان چې څلور کاله مخکې یې کوژده کړې، خو د «عیدي» برابرولو توان نه لري

د سرپل ولايت يو ځوان هذالدین چې څلور کاله مخکې يې کوژده کړې، وايي چې خسر يې پسه او اختری ترې غواړي؛ په داسې حال کې چې دی د خپل لګښت پوره کولو وسه نه لري، څه وار د دې شو چې خپلې کوژدنې ته عیدي وروړي.‎

د بادغیس اوسېدونکو په دغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ روغتون له بېرته فعالېدو هرکلی وکړ

د بادغیس کووېډ-۱۹ روغتون چې په هېواد کې له سیاسي بدلون راهیسې غېرفعال و، له شاوخوا لس میاشتني ځنډ وروسته یې د یوې بهرنۍ موسسې په مالي ملاتړ بېرته فعالیت پیل کړ؛ د دغه ولایت اوسېدونکي د یاد روغتون له بېرته فعالېدو هرکلی کوي. 

له افغانستانه سږ کال تر سل ډېر چارواکي حج ته تللي

د پژواک موندنې ښیي چې سږ کال له افغانستانه د کابینې د غړو، والیانو، امنیه قوماندانانو، د والي مرستیالانو، ښاروالانو، رییسانو او ولسوالانو په ګډون ۱۰۷ چارواکي د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي ته تللي دي.

هېوادوال: د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د «وېټامین سي» پر کارولو عادت شوي یو

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، د هېوادوالو له لوري د «وېټامین سي» ټابلېټونو او د دغه ویټامین لرونکو مېوو پېرل او استفاده ډېره شوې او بیې یې هم په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي؛ ځیني هېوادوال وایي، له وېټامین سي او دغه وېټامین لرونکو مېوو ګټه اخیستنه د دوی لپاره پر یوه عادت بدله شوې ده.

بادغیس کې د رواني درملنې مرکز نشتوالی؛ ناروغان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ځي

په بادغیس ولایت کې یو شمېر په رواني او عصبي ستونزو اخته کسان په دغه ولایت کې د رواني ناروغیو درملنې د دولتي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې دغه ستونزه د دې لامل شوې څو د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ولاړ شي.

نور راپورونه