منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۱ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

نړیوال خبرونه

۲،۷۵۶ راپورونه

راپورونه

عراقچي: د اسرائیل پر توغندیز دفاعي سیسټم لګېدونکې پيسې د امريکايي ماليه ورکوونکو دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په تېرو درېیو کلونو کې د اسرائیل پر توغندیز دفاعي سیسټم د امریکا د ۱۱ میلیارد ډالرو لګښت ته په اشاره ویلي چې د دغه ملاتړ لګښت د امریکایي مالیه‌ورکوونکو له پيسو ورکول کېږي.

پي‌ټي‌ای: تر راتلونکو لسو ورځو د ټولو ګوندونو ګډ کنفرانس جوړوو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د دغه هېواد د ټولو سیاسي ګوندونو ګډ کنفرانس جوړ کړي او په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره یې د مولانا فضل‌الرحمن په ګډون له یو شمېر سیاسي ګوندونو او شخصیتونو سره اړیکې نیولې دي.

د پاکستان د درملو صادرات څه باندې ۳۰ سلنه کم شوي

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ مالي کال په اوږدو کې د پاکستان د درملو صادرات څه باندې ۳۰ سلنه کم شوي؛ د دغه هېواد د درمل جوړولو صنعت مسوولین وایي چې د دې کمښت عمده لامل له افغانستان سره په سوداګرۍ کې خنډونه دي.

د کاناډا لومړی وزیر ترکیې ته سفر کوي

د راپورونو له مخې، د کاناډا لومړی وزیر له ترکیې سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا او له امریکا سره په سوداګرۍ کې د خپل هېواد د تړاو د کمولو په موخه ترکیې ته ځي…

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا، ګډو پوځي تولیداتو او ټکنالوژۍ د پراختیا په موخه د «بدر» په نوم هوکړه‌لیک لاسلیک کړ دی. د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دغه هوکړه‌لیک…

نور راپورونه